تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی

امنیتی ونظامی

په هلمند کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې

200px-Helmand2

په هلمند ولایت کې له تیرو څو ورځو راهیسې طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي، تیره ورځ له سهاره تر ماښامه په مرکز لښکرګاه، نادعلي او مارجې ولسوالۍ کې درنې جګړې وشوې، چې د ګڼ شمیر کسانو مرګ ژوبله یې هم تر شاه لرله. طالبانو وړمه ورځ وویل، چې: په نادعلي او مارجه کې یې ۱۶ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله ... Read More »

کندوز: د امنیتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې

kandoozz

د کندوز ولایت او په ځانګړې توګه د امام صاحب ولسوالۍ، چې هره ورځ د درنو جګړو او نښتو شاهده وي، تېره ورځ یو ځل بیا د عسکرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې پکې رامنځ ته شوې. ویل کیږي، چې: تیره ورځ د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو نښتې وشوې، ... Read More »

په درو ولایتونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

mele urdu

په شمال ختیځ زون کې د شاهین قول اردوعملیاتو کې ۸۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې د شاهین قول اردو په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو په نوید ۶ عملیاتو کې چې د فاریاب قیصار ولسوالۍ په چیچکو، ګندآب، او کنجک سیمو کې تر سره شوي ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان ... Read More »

طالبان: معروف ولسوالي مو نیولې .

taliban

طالبان وایي د کندهار ولایت معروف ولسوالي یې له حکومت څخه نیولې او اوس د دوی په لاس کې ده. طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي : ماښام ۸ بجې  دکندهارولایت دمعروف ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ ،امنیه قومندانۍ او نورو مرکزونو  طالب سرتېرو وسلوالو بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د ولسوالۍ  مرکزي ودانۍ او د ... Read More »

امریکا درې زره نور سرتیري افغانستان ته رالیږي

american

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ویلی په پام کې لري چې افغانستان ته له دریو زرو زیات نور سرتیري واستوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تیره میاشت اعلان وکړ چې نه غواړي له افغانستان څخه په وتو سره خلا رامنځته کړي او ترهګر واک ته ورسیږي، نو له همدې امله یې پریکړه وکړه چې افغانستان ته نور سرتیري ولیږي. ... Read More »

غزني: له زنخان وروسته د ده یک امنیتي وضعیت هم خراب شوی

taliban

تېره ورځ د غزني ولایت مرکز ته څېرمه  د زنخان ولسوالۍ انتقالي مرکز او ۴ پوستې د طالبانو له خوا ونیول شوې او یادې ولسوالۍ هم سقوط وکړ. طالب ویاند رسنیو ته ویلي چې: د زنخان په جګړه کې ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي، ۳ ټانګونه ویجاړ او ۱ رینجر هم نیول شوی دی. په نیول شویو پوستو کې ... Read More »

ننګرهار کې د ختم او خیرات په مراسمو امریکایانو برید کړی

nangarhar

د ننګرهارسیمه ییزو چارواکو د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه برید کې ۲۵ داعشیان وژل شوي اوپنځلس یې ټپیان دي. د ننګرهار ولایت دهسکې مینې ولسوالۍ دمریزکنډو په سیمه کې دختم اوخیرات په مراسمو باندې بریدشوی. د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي شينواري ویلي چې د هسکې مېنې په مريز کنډو سیمه ... Read More »

کابل : چاودنې ۲۴ تنه ووژل

kabul

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر سرپرست ویلي چې د کابل په چاودنه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي، چې ټول ملکي وګړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی دفتر سرپرست نجیب دانش زیاته کړه چې په دغه پیښه کې درې موټرې او ۱۵ هټۍ ویجاړې شوي. د کابل امنیه قومندان ویاند بصیر مجاهد یک ټلویزیون ته ... Read More »

داعش ته د وسلو ليږدونکی ونيول شو

daeashhh

د ننګرهار د والي ویاند وايي، چې په دغه ولایت کې داعش وسلوالو ته د وسلو لیږدونکي نیول شوي دي. عطاء الله خوږیاڼي وایي: د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې د عامه نظم اوومې لواء حمایوي کنډک منسوبینو د پلټنې پرمهال داعش وسله والې ډلې ته د وسلو ليږدونکی ونيوه. بل لور ته د عامه نظم اوومې لواء قوماندان مل پاسوال ... Read More »

بادغیس: د ملي اردو تښتول شوي سرتیري لاهم نادرکه دی.

mele urduu

درې ورځې مخکې د بادغیس ولایت په آب‎کمري ولسوالۍ طالبانو د دوو سرتېرو سره په همغږی ۸ تنه افغان سرتېري له وسلو سره له ځانه سره بوتلل. د دې ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې تر اوسه پورې د تښتول شویو سرتېرو برخلیک‎ نه دی څرګند. د بادغیس والي، محمدعمر اسحاقزی ټینګار کوي چې د یادو سرتېرو د خوشې کولو هڅې ... Read More »

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates