تازه پرلیکه شوي
Home / اقتصاد وبازسازي

اقتصاد وبازسازي

د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول

tadarokat

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د شاوخوا (۲) میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه یې منظور کړل. په منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي: ـ د بادغیس ولایت قلعه نو څخه تر آب کمري ولسوالۍ پورې د ۱۵ کیلومتره اوږد سرک بیا رغاونه  او قیر ... Read More »

هرات کې د مالوچو د پروسیس فابریکه فعاله شوه

heratt

ولسمشر محمد اشرف غني چې د خپلواکۍ لمانځلو له پاره هرات ته تللی و، هتله یې د پخته طلا سفید افغان په نوم د مالوچو د پروسس فابریکه پرانیسته. د فابریکې استازي حیدر حمید د یادې فابریکې په اړه وویل: موږ هره ورځ د هېواد له کروندګرو څخه شل ټنه پنبه اخلو او د ورځې شپږ ټنه تولید لرو چې ... Read More »

هند له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو لپاره ارزان بیه کورونه جوړوي. 

kadwal

هند هیواد اعلام کړی دی چې افغانستان کې، له پاکستانه راستانه شویو کډوالو له پاره په ټیټه بیه اپارتمانونه جوړوي. د هند بهرنیو چارو وزارت د ګډې پراختیا له پاره د تړون برخې مشرې سوبا رایدو اعلان کړی چې نوی ډیلی په پام کې لري، د یوې طرحې پر بنسټ، په مناسبه بیه افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو له ... Read More »

دټاپي غازو د نل لیکې د انجنیرۍ ډیزاین تړون لاسلیک شو

TAPI-Project-Feb

  په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو او د کابینې غړو او په افغانستان کې د ترکمنستان، هند او د پاکستان استوګن سفیرانواو د ټاپي لمټډ شرکت عامل رییس هم حضور درلود. په افغانستان کې ... Read More »

هرات: ۱۴ روغتیایي پروژې پرانستل شوې

herat

 دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز هرات ولايت ته  درسمي سفر په بهيرکې  په دغه ولايت کې يې  څوارلس  روغتيايي پروژې پرانستلې  او دبنسټ ډبرې يې کيښودلې .  دهرات د حوزوي روغتون دمصنوعي غړو  دکارګاه  جوړول او دکومکي وسايل ، داوبې ولسوالۍ  دجينوا دکلي  داساسي کلينيک جوړول ، دهرات دعامې روغتيا رياست د حوزوي زده کړو دمرکز جوړول ، دهرات ... Read More »

کندهار: د وچو مېوو په صادراتو کې ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

dried_fruits_afghanistan

  د کندهار د سوداګري خوني مسؤولین وايي چې سږکال د وچې مېوې کیفیت د نورو کلونو په پرتله ښه وو، او په بهرني بازارنو کي يي غوښتنه هم ډېره وه. د کندهار د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولان وايي چې سږکال د کندهار ولایت د وچو مېوو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی ... Read More »

اروپايي ټولنې د عامې روغتیا له وزارت سره ۵ مېلیونه یورو مرسته وکړه

health-3-1

د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دغه پروګرام په اجرا کېدو سره به د هېواد ۴۰ سلنه وګړي چې د رضایت وړ روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي لاسرسی پيدا کړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نماینده ګۍ چارواکي وايي چې مرسته شوې پیسې ... Read More »

د آتامراد‎ـ‎آقینې د اورګاډ‎ي پټلۍ ګټنې اخیستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کابو زر کیلو مترو په واټن سره د آتامراد‎ـ‎آقینې اورګاډي پټلۍ پرانستنې او ګټې اخیستو په مراسمو کې ولسمشر غني، ترکمنستان نیک ګاونډی وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لویو اقتصادي پروژو پر پلې کېدو ټینګار وکړ. دا لاره به افغانستان د اورګاډي په مرسته له اروپايي هېوادونو سره ونښلوي. په دې ... Read More »

بریټانیا له افغانستان سره د ۷۵۰ میلیونو پونډو مرسته کوي

british

بریټانیا له افغانستان سره د درېیو راتلونکو کلونو په ترڅ کې خپله ۷۵۰ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه. دې هېواد ویلي دي چې دا پیسې به په اقتصادي، پوهنې، روغتیا، له فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې ولګول شي. بریټانیا د دې مرستې ترڅنګ افغان کډوالو بېرته راستنېدو لپاره خپله ۱۵ میلیون ډالري مرسته د ملګرو ملتونو بنسټ ... Read More »

په تهران کې د افغانستان او ایران د اقتصادي کمېسیون پنځمه غونډه ترسره شوه

Afghanistan-Iran-flag

دغه غونډه د سې‎شنبې په ورځ په تهران کې ترسره شوه، د مالي وزارت چارواکي وايي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ګمرکونو،انرژۍ،د ترانزیټي او ترانسپورټي اسانیاوو او تحصیلي بورسونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخیتا په څرنګوالي خبرې اترې وشي. مسؤولان زیاتوي، افغاني پلاوی هڅه کوي ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ایران ... Read More »

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates