تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / کندهار: د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې درنه مرګ ژوبله اړولې

کندهار: د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې درنه مرګ ژوبله اړولې

د کندرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دا نښته تیره ورځ (پنجشنبې د لیندۍ درویشتمه) مازدیګر د شاولیکوټ ولسوالۍ په انځرګي او چمنانانو سیمو کې پیل شوې او د شپې تر نهو بجو یې دوام کړی.

د کندهار د امنیې قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، دې نښته کې شل وسله وال او یو پولیس وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.

پولیس وايي چي وسله والو د کندهار – ارزګان پر لاره د پوستو د سقوط او لارې د بندولو پلان درلود، خو دوی له وړاندې ورته کمین نیولی و.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار د هیواد په سویل کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو ولسوالیو کې پراخ فعالیت کوي او وخت نا وخته ترې د ورته بریدونو راپورونه خپریږي

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates