تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / پوتین د بیت‌المقدس په تړاو د ټرمپ پرېکړه وغندله

پوتین د بیت‌المقدس په تړاو د ټرمپ پرېکړه وغندله

د ترکیې له جمهور رئیس سره په ګډ کنفرانس کې ولادیمیر پوتین وویل د ټرمپ له دغې پرېکړې سره به منځني ختیځ له ناورین سره مخ شي.
په کنفرانس کې اردوغان خبر ورکړ چې په استانبول کې به ستر اسلامي کنفرانس جوړ شي او د بیت المقدس په تړاو به غوڅ پیغام ورکړي.
په ورته وخت کې پوتین له سوریې په بشپړه توګه د خپلو ځواکونو د ویستلو امر هم وکړ.
روسیې او ترکیې هوکړه وکړه چې بیت المقدس به د اسراييلو د پلازمېنې په توګه هیڅکله و نه پیژني.
د روسیې جمهور رئیس ولاديمیر پوتین ادعا وکړه چې له دې سره منځنی ختیځ بې ثباته کيږي او د چا په ګټه نه ده.
د روسیې جمهور رئیس  ولادیمیر پوتین داسې وویل (( د منځني ختیځ روان حالت ډیر پيچلی دی او د ټرمپ دغه پرېکړه چې بیت المقدس ته یې د خپل سفارت د ليږدولو امر وکړ مناسبه نه ده. دا به ددې پر ځای چې وضعیت ښه کړي نور به یې هم خراب کړي.))
په دغه خبري کنفرانس کې اردوغان خبر ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ ستر اسلامي کنفرانس جوړیږي او هلته به د بیت المقدس په تړاو د اسلامي هیوادونو له لوري پیاوړی پیغام وړاندې شي.
د ترکیې جمهور رئیس  رجب طیب اردوغان داسې ویلي (( د اسلامي هیوادونو د همکاریو د مشرتابه په توګه موږ استانبول ته اسلامي هیوادونه را غوښتي دي. زه هیله لرم چې موږ به پدې تړاو پیاوړی پیغام ورکړو. موږ له روسیې سره هم په دې تړاو یو شان دریځ لرو.))
اخوا دواړو لورو د ګډو تړونونو پر سر هم خبرې وکړې.
اردوغان غواړي چې له روسیې یو څه اندازه وسلې واخلي خو ناټو او امریکا د ترکیې د دغه کار مخنیوی کوي.
 پوتین له هغې وروسته چې په سوریه کې د سیاسي حل لارې خبره وکړه پر یو شمیر سیمو یې هوايي بریدونه وکړل خو تیره ورځ یې له دغه هیواد څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو امر هم وکړ.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates