تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / ننګرهار: امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار: امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ځينو معلوماتو او سرچینو له مخې: په ننګرهار ولایت کې وسله والو طالبانو د عسکرو په رینجر د ماين پواسطه برید ترسره کړ، چې مرګ ژوبله یې ورواړوله.
ياد برید د سرخرود ولسوالۍ اړوند د کلابختان په سیمه کې وشو، چې پکې رینجر په بشپړ ډول ویجاړ او د طالبانو په وينا: يو مهم قوماندان، سره له ۳ ساتلونکو ووژل شو او ۲ تنه ټپیان هم شول.
همدارنګه طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند کړسو خوړ سیمه کې په امنیتي سرتیرو او اربکیانو (سیمه ایزو پولیسو) هم برید ترسره کړی، چې پکې عسکرو او اربکیانو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي؛ خو کره شمېره یې لا نه ده څرګنده شوې.
بل پلو د همدې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ، چې د داعشیانو د فعالیت ځای هم دی، وسله والو طالبانو د پولیسو رینجر ته د يو ماین پواسطه چاودنه ورکړه، چې رینجر هم ويجاړ او ۳ تنه پولیس ووژل شول او ۲ تنه ټپيان شول.
او د يو بل خبر له مخې د مازدیګر ۴ بجې د همدې ولسوالۍ اړوند په پاس صبر سیمه کې په تېرېدونکو سیمه ایزو پولیسو برید ترسره شو، چې ۱ تن سیمه ایز پولیس پکې ووژل شو.
ياده دې وي، چې د ننګرهار امنیتي مسؤلینو تر اوسه د يادو بریدونو په اړه رسنیو ته هیڅ معلومات نه دي ورکړي.
 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates