تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / ولسمشر غني: افغانستان ډېرو ټرانزیټي لارو ته پراختیا موندلې

ولسمشر غني: افغانستان ډېرو ټرانزیټي لارو ته پراختیا موندلې

ښاغلي اشرف غني تېره ورځ په کابل کې د ملي صنایعو د جشن د پای په مراسمو کې د وينا پر مهال، وويل: چې افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې ډېرو ټرانزيټي لارو ته لاره موندلې، ځينې هوايي کوریتدرونه یې هم فعال کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د سوداګریزو چارو د پراختیا مخنیوی وکړي.
نوموړي وويل: د افغانستان او افغانانو ستونزې د ټرانزیټ په برخه کې تر ډېره حل شوې او لا د حل کېدو په حال کې دي.
ولسمشر وويل: د لاجوردو موافقه د افغانستان صادرات ټولې اروپا ته رسوي، باتومي، باکو، او ترکیه هم ډاډمن بندرونه دي، چې هیڅ وخت به هم د سیاسي اړیکو له امله د افغانانو پر مخ نه بندیږي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان په غوږ وهلو سره وويل: چې افغانستان له چا سره دښمني نه لري، خو دا چې ستونزې ورته جوړوي، نو سوداګري هم ورسره نيم په نيمه راکمه شوې ده.
غني زیاته کړه: افغانستان ته د سوداګریزو توکو هر راتلونکی واګون به تش نه، بلکې په افغاني توکو ډک ځي.
ښاغلي غني له افغان صنعت کارانو څخه مرسته وغوښته، څو له افغان حکومت سره په ګډه افغانستان په وارداتي نه، بلکې په صادارتي هېواد بدل کړي.
افغان صنعت کاران حکومت هڅې ستایي، خو دا هم وايي: چې حکومت باید پر خصوصي سکټور نوره پانګونه هم وکړي.
د صنایعو او معدن د خونې رئیس شیرباز کمین زاده وايي: ستاسې هڅې ستایو؛ خو موږ د نندارتون لپاره مناسب ځای نه لرو، که خصوصي سکټور ته اجازه ورکړئ چې هغه ځای چې د حضوري چمن په سیمه کې یې لرو، بيا ورغوو، او هلته يو داسې وياړلي نندارتون جوړ کړو، چې مونږ ټول پرې ووياړو.
 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates