تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې ۲۵ داعشیان وژلي

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې ۲۵ داعشیان وژلي

د ننګرهار امنیه قومنداۍ وايي په دغه برید کې د وژل شویو داعشیانو سربیره د دې ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي چې پرون له غرمې وروسته بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مرسته د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند درې په شين چوبي سيمه کې د داعش پر يو پټنځای بريد کړی.

د مشرقيوال د معلوماتو پر بنسټ، په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ په وینا دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دی اوښتی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates