تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / ناټو:له افغان ځواکونو سره په ګډه به افغانستان کې اوضاع کنټرول کړو

ناټو:له افغان ځواکونو سره په ګډه به افغانستان کې اوضاع کنټرول کړو

د شمالي اتلانتیک سازمان تړون «ناټو»د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د ناټو شراکت ډاګیز دی او د ناټو ځواکونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه په دغه هېواد کې د سولې د راوستو په هڅه کې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:«موږ د افغانستان اوضاع او د دغه هېواد سمونې څېړو. او دغه اصلاحات افغانستان له ناټو سره نېږدې کوي. ، له افغانستان سره زموږ شراکت فوق العاده دی او زموږ ځواکونه له افغان پوځیانو سره اوږه په اوږه خدمت کوي.»

له هغې وروسته چې امریکا د سوېلي اسیا لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه، په پاکستان کې د ترهګرو امن پټن‎ځایونه د ناټو د پاملرنې وړ وګرځېدل.

څو ورځې مخکې د سي آي اې ریس وویل که د پاکستان لخوا دا پټنځایونه له منځه ولاړ نشي امریکا به په خپله اقدام وکړي.

له بلخوا په ناټو کې د امریکې سفیر هم وايي چې پاکستان باید امریکا ته ډاډ ورکړي چې له حقاني شبکې او طالبانو سره همکاري نه کوي او همدارنګه له دغو ډلو مالي ملاتړ نه کوي.

په ناټو کې د امریکې سفیر کي بېلي هوسټون په ډاګه کړه:«موږ له پاکستان سره د یوه شریک په توګه ډېر کارونه کولای شو، په دې شرط چې موږ ته ډاډ راکړي له حقاني ډلې او طالبانو ملاتړ نه‎کوي او هغوی ته مالي مرستې نه برابروي.»

د

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates