تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / چین: اورلګېدنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

چین: اورلګېدنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د چین په پلازمینه  بیجینګ کې  اورلګیدنې  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د نوموړي هیواد په پلازمینه  بیجینګ کې د داشینګ په سیمه کې  په یوې ودانۍ کې  اورلګیدنې له امله  لږ تر لږه  ۱۹ تنه مړه  او ۸ تنه نور ټپیان شول.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د اورلګیدنې نه وروسته  د اور وژنې ډلې سیمې راوسیدې  خو  د هغوې تر رارسیدو  ۱۹ تنو ژوند  دلاسه ورکړی وو او ۸ تنه  نور ژوندي پاتې وو.

د اور وژنې ډلې  د اور د لمبو د مړولو نه وروسته  ۸ تنه  ټپیان وژغورل  او سمدلاسه روغتو ته انتقال کړل.

پولیسو د نوموړې پيښې په تړاو  څو تنه نیولي دي.

پولیسو د پيښې په اړه څیړنې پيل کړي دي. د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates