تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / د ولسي جرګې لومړی مرستیال د ځمکو په غصب تورن شو.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال د ځمکو په غصب تورن شو.

د ولسي جرګې غړی ‌ذکریا ذکریا د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د تېرې دوشنبې په ورځ له ۲۰۰ ډېر هېوادوال راغلي وو او ادعا یې کوله چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د دوی ځمکې غصب کړې دي.

د جرګې دغه غړی، چې د اداري پلاوي له لورې د همدغې قضیې د ارزونې لپاره د پلاوی غړی هم دی، او د قضیې پر څېړنه ټینګار کوي.

ذکریا ذکریا په دې اړه زیاته کړه:«هغه کسانو چې شکایت کړی یو کمېسیون دې وګمارل شي د دوی ادعاګانې دې وڅېړل شي او که‎چېرې د دوی ادعاوې موثقې وي پارلمان یې د دوی له حق څخه دفاع وکړي ترڅو ټولنیز عدالت په پام کې ونیول او که‎چېرې د دوی ادعا غلطه وي باید دوی د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال دا تورونه نه  مني.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون څرګنده کړه:«عدلي او قضايي ارګانونه شته او کولای شې د دغې موضوع په اړه له هغوی سره خبرې وکړي له هغې څخه پرته درې یا هم څلور میاشتې وړاندې همداسې یوه پېښې شوې وه چې ټولې رسنۍ په جریان کې دي ټولو مسایلو ته لمن وهل حل شول.»

یو سوداګر ادعاء کوي چې دده ځمکه له یوکال راپدې خوا کابل کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال غصب کړې خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال دا تورونه ردکړل.

سوداګر مولا محمد پیمان په دې اړه وايي:«تر ننه زموږ د ټول مارکیټ او هټیوالو څخه ځان ته پیسې غونډوي، موږ شرعي سندونه لرو.»

خو د ولسي جرګې یو  شمېر غړي دا تورونه حقوقي بولي او وايي، چې دغه تورونه دننه په ولسي جرګې کې د فساد پرضد د چوپې خولې پاتې کېدو له امله پورته شول.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates