تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / کندوز: د امنیتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې

کندوز: د امنیتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې

د کندوز ولایت او په ځانګړې توګه د امام صاحب ولسوالۍ، چې هره ورځ د درنو جګړو او نښتو شاهده وي، تېره ورځ یو ځل بیا د عسکرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې پکې رامنځ ته شوې.
ویل کیږي، چې: تیره ورځ د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو نښتې وشوې، چې پکې دواړو خواو ته زیان واوښت. یادې نښتې د نوموړې ولسوالۍ اړوند د قرغزو په سیمه کې وشوې.
طالبان وايي چې دوی په هغو کمانډو عسکرو برید ترسره کړ، چې د کابل نه د مرستې په موخه راغلي وو، دوی وايي چې دولتي عسکرو بریدونو پرې ترسره کړل، چې دوی هم په مقابل لوری برید وکړ.
دوی ادعا کوي، چې: په نښتو کې یې ۵ تنه کمانډو عسکر ووژل او ۶ تنه نور یې ژوبل شول او برید کوونکي عسکر د جګړې له ډګره په شا شول.
خو د دفاع وزارت چارواکي بیا وايي، چې: په نښتو کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی او هغه سرتیري چې د مرستې په موخه ورغلي وو، وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او ځينې مهمات یې هم ترې ونیول.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates