تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / چارواکي: پاکستاني ځواکونه هر وخت په افغان خاوره بریدونه کوي

چارواکي: پاکستاني ځواکونه هر وخت په افغان خاوره بریدونه کوي

د ختیځو، جنوب ختیځو او لویدیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار او هلمند ولایتي چارواکي مني، چې: پاکستاني ځواکونه وخت ناوخته په افغان خاوره د بریدونو هڅې کوي او په دغه ولایتونو کې د وسلوالو له فعالیتونو ملاتړ کوي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق څه موده وړاندې رسنیو سره په خبرو کې تائید کړه، چې: پاکستان افغانستان ته وسلوال رالیږي او غواړي دغه هېواد نا امنه کړي.
د هلمند والي حیات الله حیات او د زابل والي بسم الله افغانمل هم ورته څرګندونې کوي او وايي، چې: پاکستاني ځواکونه په بیلا بیلو بهانو د افغانستان په خاوره بریدونه کوي، چې: تر ډيره یې د افغان سرحد ساتونکو ځواکونو له لوري ځواب ویل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې: د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ هم تائید کړه، چې: د پاکستان استخباراتي شبکه په افغانستان او سیمه کې د وسلوالو طالبانو او یو شمیر نورو ډلو له فعالیتونو ملاتړ کوي، چې: له مخې یې تروریزم ورځ تر بلې د خطر په بڼه لیدل کیږي.
باید وویل شي، چې: له دې وړاندې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته ویلي و، چې: پاکستانۍ ملیشې د کونړ په سرحدي ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي، چې: له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې.
تازه د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ پر عبدالخېلو سيمه د ډيورنډ کرغيړنې کرښې پورې غاړې څخه پاکستانيو ځواکونو د راکټ مرمۍ توغولي، چې په یوه کور لګيدلې او له امله یې يوه ميرمن شهيده شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل: پاکستانيو ځواکونو پرون دولس بجې د اچين ولسوالۍ پر عبدالخېلو سيمې د راکټ ديرش مرمۍ توغولي دي، هغه ومنله، چې: وړمه شپه هم د ډيورنډ کرغيړنې کرښې پورې غاړې څخه یادو ځواکونو پر اچين او نازيانو ولسواليو د هوان ۹۰ مرمۍ توغولې وې، چې کوم زيان يې نه درلود.
 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates