تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / هیبت الله اخندزاده : طالبان دې د داعش پر ضد جګړه نه کوي.

هیبت الله اخندزاده : طالبان دې د داعش پر ضد جګړه نه کوي.

راپورونه وایي د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله لس ورځي وړاندې د کوټې شورا له مهمو غړو سره یوځای د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته یې له خپل پلویانو سره لیدلي.

هبت الله خپلو پلویانو ته ویلي چي نور دې د داعش سره مخالفت نه کوي ځکه چې په وینا یې د دوی او داعش موخه یوه ده .

سویل کې یوې لوړپوړې امنیتي سرچینې د یاد خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چي ملاهیبت الله سره د شمالي، سویلي اوختیځو ولايتونو لپاره د طالبانو نومول شوي والیان هم و.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو که چېرې فشارونه زیات شي کېدای شي چې وسله والې ډلې د داعش ملاتړوکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د داعش او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي.

څو ورځې وړاندې وړاندې هم د جوزجان په قوشتیپه ولسوالۍ کې د دغو ډلو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates