تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / خواجه اصف: افغانستان کې د هند رول د زغملو نه ده

خواجه اصف: افغانستان کې د هند رول د زغملو نه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف واشینګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې امریکایي چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلی نور په افغانستان کې د هند رول پاکستان لپاره د منلو نه دی.

خواجه اصف د پاکستان کې له یوې پاکستان رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هغه خپل امریکایي سیال ریکس ټیلرسن ته ویلي چې پاکستان ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې خپل رول په بشپړه توګه ادا کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې افغان او امریکایي چارواکي وایي پاکستان ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې تل دوه مخي چلد کړی دی.

امریکا هم په خپله نوې تګلاره کې پاکستان ترهګرو ته د امن ځایونو پر برابرولو تورن کړی او ګواښ یې کړی چې نور باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

خواجه اصف تیره ورځ (چهارشنبې د تلې دولسمه) د درې ورځني سفر په ترځ کې امریکا ته تللی.

دغه پاکستاني چارواکي پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونو د شتون په ردولو سره ویلي: "هرڅوک چې پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د شتون په تړاو کوم اسناد لري هغه دې له موږ سره شریک کړي."

اصف ویلي له ټيلرسن سره یې د تیرې ورځې په لیدنه کې ډاډ ترلاسه کړی چې د امریکا نوې تګلاره کې د پاکستان اندیښنې او ګټې په پام کې نیول شوي دي.

په پام کې ده چې خواجه اصف د امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار جنرال مک مسټر سره هم نن لیدنه وکړي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates