تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / ولسمشر: حکومت او خلک د افغان ټلیکام انټرنیټ له بیې راضي نه دي

ولسمشر: حکومت او خلک د افغان ټلیکام انټرنیټ له بیې راضي نه دي

حکومت او خلک د افغان ټلیکام انټرنیټ له بیې راضي نه دي، دا څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټنګالوژۍ وزارت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل: حکومت او خلک د انټرنیټي خدمتونو له کیفیت په ځانګړي ډول د افغان ټلیکام انټرنیټ له بیې څخه راضي نه دي. ده لارښوونه وکړه، چې: په دې اړه باید عملي طرحه ترتیب او د هغې د عملي کېدو په خاطر جدي اقدامات وشي.
ولسمشر زیاته کړه، چې: د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو او مکالمو په طریقه دې غور وشي. نوموړي د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د انټرنیټ د کفیت په ښه والي، د بیې په ټیټوالي او د کاري وړتیا پر لوړوالي هم ټینګار وکړ.
بل لور ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو وویل: د انټرنیټي او مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا په اړه زموږ لومړنۍ ارزونې ښیي، چې په دې برخه کې ظرفیت (وړتیا) شته او موږ د وړاندې کېدونکوخدمتونو د ښه والي لپاره هڅه کوو.
د یاد وزارت سرپرست شهزاد اریوبي وویل: د انټرنیټ د بیې او کیفیت په برخه کې به د پام وړ وړ ټیټوالي را شي. ده وویل: د افغان ټلیکام د انټرنیټي خدمتونو او بیې ارزونه پیل شوی ده او ژر به د انټرنیټي قراردادونو د ارزونې راپور له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم شریک شي.
زلمی احساس

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates