تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز سفر

افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز سفر

پاکستان چې په ۱۹۴۷ م کال د اګست په «۱۴» د نړۍ په نقشه کې راښکاره شو، نو له لومړۍ ورځې یې له افغانستان سره چلن خوندور نه و، کېدای شي انګریزانو وصیت ورته کړی وي، چې له افغانانو سره به ښه نه چلیږئ، بلکې دښمني به ورسره کوئ؛ ځکه همدا دوی و، چې دری ځله یې منډه راکړه او وروستۍ منډه خو یې دومره خطرناکه او ډارونکې وه، چې بیا مو په هندوستان کې هم پښې ټينګې نه شوې او دا دی له دې ځایه هم ځو؛ خو کوښښ کوئ، چې: د ارام سا درڅخه وانه خلي. نو پاکستاني چارواکو هم له مونږ سره د یو ښه ګاونډي په حیث ژوند او ژواک نه دی کړی، برعکس ناوړه چلند یې غوره کړی، چې لا تر اوسه هماغسې چلیږي او دا سیاست یې په ګټه هم نه دی.
د ۱۳۵۷ هـ ش د ثور د اوومې له کودتا نه وروسته یې پالیسي بل ډول شوه، ولس ته یې غېږه خلاصه کړه، چې افغانان د کمونستانو او شورویانو له ظلمه ور مهاجر شي. د کمونستانو په پرځولو کې یې مرسته وکړه، څو خپلې موخې ته ورسیږي، هماغه و مجاهدین بریالي او روسان وتښتېدل، کمونستان وپرځېد؛ خو د نوموړي هېواد د هغه مهال لومړي وزیر ناروا تشکیل (حکومتي جوړښت) په جهادي مشرانو تحمیل کړ، چې په پایله کې افغاني خواوې سره ونښتي او د دوی استخباراتي مشران به یې د خلاصون لپاره راتلل، د هغوی د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای به د کورنیو چارو وزیر بهرنۍ پالیسي پرمخ وړله. چې مجاهدین یې خپل انجام ته ورسول، له طالبانو یې ملاتړ وکړ؛ خو کله چې د (۱۱ / ۹ / ۲۰۰۱ م) پېښه وشوه، پاکستان د امریکا تر څنګه ودرېد او ډېر طالب مشران او عرب مجاهدین یې په امریکا خرڅ کړل، ښه بېلګه یې امریکا ته د افغانستان د اسلام اباد میشتي سفیر ملا عبدالسلام ضعیف دی چې امریکا ته یې ورکړ (په داسې حال کې چې د نړۍ په هیڅ قانون کې هم دا ډول کړنه روا نه وه) خو I S I دا ناروا عمل ترسره کړ.
له امریکايي یرغله وروسته چې حامدکرزی د واک په ګدۍ کېناست نو نوموړی (۲۱) ځله پاکستان ته په سفر لاړ؛ خو برعکس د یاد هېواد د ملکي چارواکو په ځای به پوځي چارواکي افغانستان ته په سفر راتلل، د ولسمشر، لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر دنده به یې ترسره کوله. چې په ملکي امورو کې د نظامیانو دیپلوماسي چندان ښه نه برېښي؛ خو په ګاونډي هېواد کې کله هم ملکي چارواکو خپلواکي او استقلال نه دی لرلی، تل نظامیانو د هغوی په وړاندې خنډونه ایجاد کړي.
هو! دا ځل چې د پاکستان لوی درستیز افغانستان ته په سفر راتللو نو د خپل هېواد له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره یې ونه کتل، ویل کیږي چې د انګلستان د سفارت له مسؤلینو سره یې ولیدل او را روان شو، به هر حال زمونږ هېواد ته راغی، له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل، (په اصطلاح) د ټرمپ له نوې ستراتيژي وروسته چې د دوی هېواد له کومو ګواښونو سره مخ کېدونکی دی، نو د هغه د درک کولو نه وروسته نوموړي (قمر باجوه) له افغان چارواکو سره ولیدل، چې: له خپل هېواده فشارونه کم کړي؛ ځکه خو یې له ولسمشر سره د هر څه منلو (حل کولو) سینه وډبوله. الله جل جلاله ښه پوهیږي چې نوموړی به خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي او که نه؟
ځينې شنونکي او د چارو کارپوهان په دې آند دي، چې: ګانونډي هېواد تل له فریب او دوه مخي نه کار اخیستی، اوس دا باور نشي پرې کېدای، ښايي پر خپلو ژمنو وفا ونکړي، یو شمېر د چارو کارپوهان وايي: پاکستان تر نړیوال فشار لاندې دی، داسې بریښي چې بیا به یو ځل: د ټرمپ له ادارې سره د ځينو اشخاصو په سر سودا وکړي؛ ځکه ځینې رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي وو: حقاني شبکه او د لشکر طیبه پخوانی مشر حافظ سعید پر مونږ باندې بار (بوج) دی. نو بناءً له دې څخه جوتیږي، چې بیا د کومې سودا اراده لري او یا د نړیوالو په سترګو کې خاورې ور اچوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ له پخوا هر ډول مشترکات شته، لکه: دیني اصول او کلتوري ارزښتونه نو دې ته په کتو سره باید دواړه هېوادونه د سولې او امن او ثبات لپاره په ګډه ګامونه واخلي. دواړه هېوادونه خپل مشکلات د مذاکراتو له لارې حل کړي؛ ځکه همدا مذاکرات دي، چې په اساس یې سترې سترې ستونزې هواریږي، دښمني په دوستي بدلوي، د جګړو هغه ناوړه نتیجې یوې خوا ته ږدي او خپل هېوادیني مفاد په پام کې نیسي، له ۱۳۵۸ هـ ش کال راپدېخوا د امریکا او ایران ترمنځ د دښمنۍ خبرې کیږي، کله کله آن د امریکا له خوا د برید راپورونه ورکول کیږي؛ خو همدا ایران او امریکا خپل مشترکات او منافع په نظر کې نیسي او د بېوزلانو خلاف اوږه په اوږه جنګیږي، لکه: په افغانستان او عراق کې دواړه شریکې ګټلې لري، نو ایران د امریکا د یرغل ملاتړ وکړ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دومره سخت اختلافات هم نشته، باید دواړه هېوادونه خپل مشکلات د مذاکراتو له لارې حل کړي، د مسئلو د حلولو لپاره د چارواکو سره سره علماء، پوهان او سیاسیون سره راټول شي.
او که اوس هم دواړه هېوادونه د حالاتو نزاکت درک نه کړي، نو همداسې به د نړۍ زورواکان خپلې پالیسۍ او ستراتیژۍ اعلانوي. او د افغانستان د واکمنو په څېر به یې ډارن او غلام چارواکي هرکلی کوي، په پاکستان کې به هم څو مظاهرې کیږي او بیا د ټرمپيانو کړنلارې ته تسلیمیږي.

لیکنه: خپلواک

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates