تازه پرلیکه شوي
Home / امنیتی ونظامی / په درو ولایتونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په درو ولایتونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمال ختیځ زون کې د شاهین قول اردوعملیاتو کې ۸۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شاهین قول اردو په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو په نوید ۶ عملیاتو کې چې د فاریاب قیصار ولسوالۍ په چیچکو، ګندآب، او کنجک سیمو کې تر سره شوي ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، همدرانګه په دغو عملیاتو کې د وسله وال یو شمیر موټر سایکلونه لمنځه تللي او یوه کړۍ ماین هم کشف شوې دی.

د شاهین قول اردو خبرپاڼه کې ویل شوي چې کندز کې د پامیر ۱۴ عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو هوایي او توپچي بریدونو کې د کندز امام صاحب ولسوالۍ په پل پاکستاني، ناصریانو،او جوی بیګم سیمو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په بدخشان کې هم د امنیتي ځواکونو په کوکچه ۱۴ توپچي عملیاتو کې د یفتل ولسوالۍ په چشمې دختر کلي کې ۵ وسله وال وژل شوي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates