تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / امریکا: په وسلوال برید کې ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

امریکا: په وسلوال برید کې ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې پنځو تنه وژل شوي او له دوه سوو زیات ټپيان دي.

دا پيښه نن دوشنبې له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې خلک یوې لوړې ودانۍ ته څيرمه د موسیقۍ جشن لپاره راغونډ شوي و.

د لاس ویګاس پولیس وایي برید کوونکی د موسیقۍ جشن ته څيرمه د هوټل په ۳۲ام پوړ کې ځای پر ځای شوی و او ډزې یې کولې.

پولیس وایي برید کوونکی چې د لاس ویګاس اوسیدونکی و وژل شوی او هغه د یوې همکارې په لټه کې دي.

د لاس ویګاس روغتیایي چارواکي وایي د ځینو نورو ناروغانو وضع هم خرابه ده او ښایي چې د مړي شمیر تر دې هم زیات شي.

لاس ویګاس د امریکا په نواډا ایالت کې موقعیت لري چې د قمار خونو، تفریحي ځایونو او موسیقۍ کنسرتونو له امله ځانګړی نړیوال شهرت لري.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates