تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / امریکایي ځواکونه لس کاله نور په افغانستان کې پاتې کیږي

امریکایي ځواکونه لس کاله نور په افغانستان کې پاتې کیږي

مريکايي چارواکو ویلي دي چې ښایې په افغانستان کې د دې هېواد سرتېري د یوې بلې سیزې لپاره پاتې شي.

د امریکامتحده ایالاتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر، باب کورکر وایي، افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام سره، امریکایي ځواکونه به څو کاله نور هم دې هېواد کې پاتې شي.

جمهوري‎ غوښتونکو ګوند غړی، کورکر وایي، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شته والی مهم دی.

د هغه په وینا، که افغانستان خپل ټول عواید پر امنیتي ځواکونو یې ولګوي، بیا یې هم نشي پوره کولی.

ده همداراز زیاته کړې ده چې له همدې کبله اړتیا ده تر  څو امریکا او ناټو تړون نور غړي هېوادونه، څو کاله نور هم افغان ځواکونو ته لګښت ورکړي او د دې ځواکونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون په اګسټ میاشت کې د لومړي ځل لپاره وویل چې افغانستان کې کابو ۱۱ زره امریکايي سرتېري شتون لري او کابو دوه زره یې له ترهګرۍ ضد مبارزې باندې بوخت دي.

په افغانستان کې ډېر شمېر بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو پر روزنې او سلاورکوَنې بوخت دي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates