تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / عزتمنه سوله څنګه راتلی شي؟

عزتمنه سوله څنګه راتلی شي؟

د ستمبر یوویشتمه ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د سولې د ورځې په نوم نومول شوې، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په دې ورځ د سولې په اړه غونډې او جلسې ترتیبیږي، د افغانستان د سولې عالي شوری هم له وسله والو مخالفینو (طالبانو) او دولته وغوښتل چې دواړه ډلې سولې ته غاړه کیږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي. د سولې عالي شوری غوښتنه ښه غوښتنه ده؛ ځکه الله جل جلاله وايي: «والصلح خیر» سوله ښه کار دی؛ خو له بده مرغه لومړی یاده شوری بې طرفه (ناپېیلې) نه ده. زیاتره افراد یې په خپلمنځي جګړو کې ښکیل پاتې شوي، بل شوری د حکومت له خوا جوړه شوې ده، چې یو طرفه ده او همدارنګه نوموړې شوری خپلواکه نه ده، یعنی وروستۍ پرېکړه دوی (شوری) نشي کولی، بلکې ولسمشر او د ملي امنیت شوری د پرېکړې حق لري. او له دې شوری پرته نور لوړ حکومتي مراجع او مقامات شته، په کار ده هغوی د سولې پروسه پر مخ یوسي، بهر حال د سولې عالي شوری په مشروعیت او قانونیت خبرې نه کوو، په هېواد کې سوله غواړو. «مڼه دې وي، له ولې دې وي»
د یادې شوری د هلو ځلو پر مټ د حزب اسلامي افغانستان او دولت تر منځ د سولې تفاهملیک امضاء شو، که څه هم تر اوسه د دولت له خوا د ټولو بندیانو خلاصون نه دی ترسره شوی؛ خو بیا هم د (تفاهملیک) امضاء یو ښه ګام و. د سولې عالي شوری داسې خبرونه هم ورکړل چې: له طالبانو سره خبرې کېدونکې دي. دا ډېر ښه زیری دی، چې د دواړو اړخونو تر منځ بین الأفغاني مذاکرات وشي، د هېواد د (۳۹) کلن کړکیچ لپاره د حل لاره راوباسي، پر مظلوم او بېچاره ولس رحم وکړي، حکومت د ولس بېوزلۍ او غریبۍ کچه هم ډېره ټيټه ښيي، نو لازم دی چې نور دا ملت له بمباره او د باروتو له لمبو وژغوري.
عزتمه سوله څنګه راتلی شي؟ چې طالبان او حکومت یو بل ته په کمه سترګه ونه ګوري، بلکې په متقابل احترام یو بل ته قایل او د یو بل له حذفولو او امحاء څخه تېر شي، د نظام په جوړولو کې یو تر بله مرسته سره وکړي، په اساسي قانون کې لازم تعدیلات راوستل شي. د مذاکراتو له پیله وړاندې باید دواړه خواوې په دې ښه غور او سوچ وکړي چې د افغانستان جګړه د افغانانو په ګټه نه ده؛ ځکه د کابل واکمنان تل نارې وهي چې: جګړه په افغانانو تپل شوې او همداراز د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وايي: مونږ په افغانستان کې د هندوستان سیاسي او پوځي فعالیتونه نشو زغملی، نو دا څرګنده شوه، چې یاده جګړه په رښتیا پر مونږ تحمیل شوې ده، پاکستان خپل غلیم دلته ښکار کوي، هندوستان هم د خپل رقیب په ضد له مونږ سره مرسته کوي، د امریکا او د هغې د یارانو دریځ خو لکه لمر داسې روښانه دی، چې د روس، چین، پاکستان، ایران او نورو د ډارولو په موخه د افغانانو وینې تویوي او په باروتو یې سوځوي، یعنی یاد هېوادونو او نور خپل ښکار په افغاني خاوره کې کوي، که هر څومره افغانان په کې وژل کیږي ودې وژل شي، د ښکاریانو ګوډاګیان دی ښکار ته خوشحالیږي، د هېوادوالو غم ورسره نشته!!!
ټول درواغژن چارواکي په درواغو نارې وهي، مونږ سوله غواړو، عزتمنه سوله غواړو؛ خو ولسمشر بیا له پاکستان سره د سولې کولو خبره کوي، وايي: د پاکستان لپاره دا ښه فرصت دی، باید د سولې لپاره اقدام وکړي. ښکاره له مونږ سره پاکستان جګړه نه کوي، نو سوله په کوم دلیل ورسره وکړو؟ سوله زمونږ ټولو افغانانو اړتیا ده، باید دواړه اړخونه دولت او طالبان په اخلاص سره د سولې لپاره بین الأفغاني مذاکرات پیل کړي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مکې له مشرکانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړې او د مشرکانو سخت سخت شرایط یې ومنل او سوله یې وکړه، د دعوت او تبلیغ ډګر ورته وزګار، د اسلام دعوت یې تر قیصر او کسری ورسولو. او د مکې ستر ستر قوماندانان هم په اسلام مشرف شول. طالبانو ته لازمه ده چې خپل دریځ لږ نرم کړي او همداشان دولت ته په کار دی چې خپل سخت شرایط لږ اسانه او خبرو اترو ته لاره هواره کړي. د سولې په بین الأفغاني مذاکراتو کې د دواړو اړخونو عزت هم په پام کې نیول په کار دی؛ خو له ټولو زیات د ولس عزت ته پام اړول اړین دی، ځکه پردي د افغانانو درنښت نشي زغملی، برعکس د بې عزته کولو او سپکولو کوښښ یې کوي. د کندهار نه لږ لرې د پاکستان په خاوره کې افغاني خویندې بندي کیږي. همداراز د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو له افغانستان سره د مرستو او د هغه د لګولو په اړه د وینا پر مهال وویل: په افغانستان کې اداري فساد زیات دی، آن تر دې چې د وژل شویو عسکرو میرمنې چې د خپلو خاوندانو (په اصطلاح) تقاعدي رااخلي، چارواکي ناغیړي کوي، هغوی جنسي اړیکو ته مجبوروي.
اې چاپلوسو بې ننګو چارواکو! ستا په اصطلاح دا هغه عسکر و، چې: د خاورې لپاره دې جنګول اوس د هغوی تورسرې ولې توهینوي؟!! دا خو د کوم طالب او مجاهد د خولې خبر او د سترګو چشم دید نه دی، دا خو ستا د بادار د خولې وینا ده… افسوس ستاسو په افغانیت!!! لږ شرم وکړئ له خپلو افغانانو سره سوله وکړئ، هغوی ستاسو د سرتیرو د میرمنو پت او عزت ساتي، آن د جان سوپکو خبره هم نشي زغملی.
اې د افغانستان ډارنو واکمنانو! له سولې مه ویریږئ، سوله وکړئ، سوله غوره ده، د پردیو له غلامي او مرییتوبه مو ژغوري، استقلال او حریت دربښي.
عزتمنه سوله څنګه راتلی شي؟
دواړه خواوې چې د اسلام او هېواد ګټې او د هېوادوالو عزت له هر څه مقدم وشمیري، نو عزتمنه سوله حتمي راتلونکې ده.
لیکنه:  خپلواک

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates