تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / کرکټ: د ۱۹ کلنو ملي لوبډله بنګلدیش ته ولاړه

کرکټ: د ۱۹ کلنو ملي لوبډله بنګلدیش ته ولاړه

د افغانستان د کریکټ د نولس کلنو ملي لوبډله بنګله دیش کې د پنځو یو ورځینو لوبو د ترسره کولو لپاره نومړي هیواد ته لاړه.

د لوبو دا لړۍ د سپټمبر په ۲۸ نېټه پیلېږي د اکتوبر په ۶ مه پای ته رسېږي او موخه یې د ۱۹ کلنو د آسیا کپ او نړیوال کپ لپاره تیاري ده.

د کریکټ بورډ ادارې د معلوماتو پر بنسټ، لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۲۸ مه، دویمه د همدې میاشتې په ۳۰ مه، درېیمه هغه یې د اکتوبر په ۲مه، څلورمه یې د همدې میاشتې په ۴مه اووروستۍ سیالي به د اکتوبر په شپږمه تر سره شي.

له بنګله دېش سره د سیالیو لپاره، په لوبډله کې د لوبډلمشر نوین الحق تر څنګ؛ عمران محمدي، نوید عبید، دروېش رسولي، نثار وحدت، قیس حسن، ابراهیم ځدران، مجیب ځدران، یوسف ځاځی، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام علي‌خېل، رحمان الله ګوربز، پروېز ملکزی، طارق ستانکزی او شمس کړوخېل ګډون لري.

د ۱۹ کلنو آسیا کپ سیالۍ د روان کال په نومبر کې، په مالیزیا کې او نړیوال کپ د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال، د جنوري له ۶مې تر ۲۶مې په نیوزلنډ کې تر سره کېږي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates