تازه پرلیکه شوي
Home / اقتصاد وبازسازي / د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول

د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د شاوخوا (۲) میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه یې منظور کړل.

په منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

ـ د بادغیس ولایت قلعه نو څخه تر آب کمري ولسوالۍ پورې د ۱۵ کیلومتره اوږد سرک بیا رغاونه  او قیر کول؛

–         د فراه ولایت د جوی غلامان  د باغ پل سړک جوړول؛

–         د میدان وردګ ولایت د دهنه آبدره د ۱۰ کیلو متره سرک جوړول؛

–         د نورستان ولایت دو اب نه تر دهنه پیار تر منډول پورې د سړک د دویمې برخې بیا رغونه؛

–         له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۱ کیلومتره اوږد سړک د لومړۍ برخې جوړول چې دمخه په مشروط ډول منظور شوی و او په دې غونډه کې په نهایي توګه د قرارداد قېمت کې د ۵سوه زره ډالرو په تخفیف سره  تصویب شو؛

–         د شمال اتصالي لویې لارې (ترانس هندوکش) د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه؛

–         د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په سپما د لس زره ټنه قیر اخیستل؛

–         د بنايي ساختماني تصدۍ له لارې په کابل ولایت کې د زرقي محلولاتو فابریکې جوړونه؛

–         د امنیتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت امنیتي پرسونل د بایومتریک په شرط د انټرکانټینینټل هوټل  د امنیتي خدماتو قرارداد؛

–         دکورنیو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقیف خونو لپاره د ۲۳ قلمه البسوي توکو قرارداد؛

–         د ملي دفاع وزارت په ۱۲ مالي واحدونو کې د بودجې ترتیب او د لګښتونو (BPET) د تعقیب د ډیتابیس قرارداد

سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۶ قلمه مفروشاتي اجناسو قراداد مهالنی تمدید تائید کړ او دغه راز یې  د کابل د شنې ساحې (Green Zone) لپاره د تمویلونکي (د غوڅ ملاتړ سیستیکا اداره) د تائیدي په شرط د ځانګړو امنیتي کمرو د پېرلو، نصب او فعالولو د تدارکاتي پړاوونو د پیلولو وړاندیز هم تصویب کړ.  کورنیو چارو وزارت د یادې سیمې د ځانګړو امنیتي تدابیرو په موخه د دریو نورو قراردادونو د تدارکاتي پروسې د پیل یادونه هم وکړه.

په غونډه کې همداراز، د کندهار د ۱۱۰ کیلو ولټ بریښنا مزي د ډیزاین، برابرولو، نصب او بشپړولو پروژه چې د افغانستان برېښنا شرکت وړاندیز کړې وه، کمېسیون د لا زیاتو ارزونو په موخه ور وګرځوله.

جمهوررئیس غني په دې اړه ټینګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت باید د خدماتو د وړاندې کولو پر لومړۍ درجه موسسه بدل شي نو اړتیا ده، چې د بشري منابعو مطلوب ظرفیت او د خدمتونو وړاندې کول پکې  ایجاد شي.

همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس لارښونه وکړه، چې د افغانستان برېښنا شرکت کې دې سراسري تفتیش وشي، ترڅو خلاوې تشخیص او د یادې ادارې د اصلاحاتو پروسه موثره شي.

ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز د پروژو په تطبیق کې د معتبرو بین المللي شرکتونو ګډون مهم وباله او د بین المللي شرکتونو په ځانګړي ډول د چیني، ترکي او هندي شرکتونو او د هغوی د اسنادو د تائید لپاره یې د معتبره مرجع په جوړېدو ټینګار وکړ او پلاوی وګومارل شو، چې په افغانستان کې د یادو هېوادونو سفارتونواو په یادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو سره دغه موضوع تقیب کړي.

په دې غونډه کې  د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستیکا او د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ څارونکو هم برخه اخستې وه.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates