تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / د نیک مرغه لوی اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د مبارکۍ پیغام!

د نیک مرغه لوی اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د مبارکۍ پیغام!

 

IMG-20160221-WA0001

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمین، والصلوة والسلام علی نبینا محمد و اله و اصحابه اجمعین .
اما بعد فقد قال الله عزوجل فی کتابه المجید : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (۷۰) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (۷۱) ـ الاحزاب

ژباړه : اې هغو کسانوچاچې ایمان راوړی دي له الله نه وویریږئ او سمه صفا خبره کوئ(۷۰) (د دې لپاره چې ) عملونه مو در سم کړي او ګناهونه مو در وبخښي ، او هرڅوک چې د الله او د هغه د رسول تابعداري کوي لویه بریا یې ترلاسه کړه(۷۱).
زما د ویاړلي هیواد ځوریدلې ولسه، په هیواد کښې د ننه او له هیواد څخه بهر د مهاجرت او مسافرت په دیار کې مېشتو خویندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته …..

تر هرڅه وړاندې د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله مبارکي درته وړاندې کوم او غواړم چې له دې مبارک مناسبت او فرصت څخه په استفادې سره د هیواد د وروستیو سیاسي کړکېچنو تحولاتو په اړه له تاسي سره خپل نظر او فکر شریک کړم.

درنو هیواد والو!

نیکمرغه لوی اخترمو بیا متأسفانه په داسي حال کې پر هیواد راځي چې لا هم دلته د تحمیلي جګړې اور ګرم او ډیری افغان کورنۍ یې په سوځونکو لمبو کې د خپلو وژل شویو عزیزانو په ویر اوښکې تویوي.

د دې پرځای چې د هیواد ، ځوانان، زلمیان، خوندې او وروڼه مو د خوښیو لمانځلو په دود د مشرانو، خپلوانو او دوستانو درناوي او مبارکیو ته ولاړشي له بده مرغه چې د اخترونو په دغو ورځو کښې هم په جګړو او شخړو کې بوخت وي او د مبارکو اخترونو خوښۍ  یې هم په ډېرو کړاونو او مصیبتونو کې تیريږي .

قدرمنو هیواد والو !

د هیواد او ولس مغرض دښمنان مو بوخت او لګیا دي چې په خپلو مکرجنو سازشونو او توطیو سره  زموږ د یوموټي مسلمان ولس ترمنځ د ملي یووالي محکم مزي د مذهبي، قومي ، لساني او تنظیمي اختلافاتو او تعصباتو په ایجادولو سره پرې کوي.
او په دې هم ټول پوهیږو چې زموږ د هیواد موجوده ټول مصیبتونه او کړاونه د افغانانو د خپل منځي اختلاف نتیجه او محصول دی ، که همدا اوس اوس ټول افغانان د  خپل منځي اختلافاتو په پریښودو سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په صادقانه ، مخلصانه او متحدانه توګه د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې  د خپل هیواد د دائمي سولې او ثبات لپاره په تعهد او ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي  نو له شکه پرته چې د شته مصیبتونو له شره به د خداي تعالی په فضل حتما په آمان کیږي.

میړنیو هیواد والو!

دا چي زموږ پر ټاټوبي د جنګ اور بل دی او ولس مو د دغه اور په لمبو کښې هره ورځ سوځل کیږي نو باید د خپل هیواد او ټاټوبي غم خپله وخورو او په هیواد کښې د دايمي سولې او ثبات لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوو او په دې لړ کښې د سولې د راوستلو لپاره هیڅکله و بهرنیو لورو او جهتونو ته امید او توقع ونه کړو دا ځکه چې

افغانستان زموږ د افغانانو کور او ټاټوبی دی او ترڅو چې موږ په خپله د خپل کور او ټاټوبي څخه اور مړ نه کړو پردي هيڅکله زموږ د کور په هکله تشویش او پرېشاني نه لري او نه یې کوي .

نوموږ افغانان د مسلمانانو په حیث او صفت دا مکلفیت ، مسئولیت او دنده لرو چې خپل هیواد او ولس د دغه اور څخه وژغورو او د ویرونو او مصیبتونو دغه کرغیړنه  لړۍ د خدای تعالی په نصرت ، فضل او کرم ، د خپلو وروڼو په همکارۍ او کومک او په خپلو هڅو او کوښښونو سره دفعه ، رفعه  او ختمه کړو.

او بالاخره په خپلو کړنو او هڅو سره په  ټول هیواد کې د خپل مسلمان ولس ترمنځ  اتحاد ، اتفاق او ورورولي جوړه کړو او ټول افغانان وروڼه پر یوه مسیر او تګلاره په خپل هیواد کښې د  سولې ، خوښۍ ، نیکمرغۍ او سوکالي په فضاء کې یو د بل ترڅنګ د سکون ، امن ، مینې او محبت ژوند ولرو.

مؤمنو هیوادوالو!

د امریکا د نوي حکومت  ستراتیژي چې په افغانستان کې هم د سولې او هم د جګړې پیغام له ځان سره لري نو له همدې امله د افغان سیاسیونو په تېره بیا د جګړې د ښکېلو لوریو لپاره  په کار ده چې د سولې د پیغام او آپشن څخه یې اعظمي استفاده وکړي او د خپلمنځي اختلافاتو ، کرکو ، نفرتونو او تضاداتو په له منځه وړلو کې مناسب او پر ځای اقدامات او اجراآت ترسره کړي.

له همدې کبله  موږ پر جنګي لوریو ږغ کوو چې روانه مهلکه او تباه کونکې جګړه نه د کوم جنګي لوري په نفعه او نه هم د افغان ولس او هیواد په ګټه ده .

دغه جاري او طولاني جګړه له ځانه سره یواځې او یواځې د خرابۍ ، تباهۍ او بربادۍ پیغام لري ، او په هیڅ ډول موږ و دغې جګړې ته د نیکمرغۍ توقع او امید نه شو کولای.

موږ وینو چې وخت په وخت د روانې جګړې ابعاد هم ډيریږي او هم مغلق او پېچیده کیږي ، او هم د قداست له ډول څخه د کرغېړنتیا په شکل بدليږي.

لکه د شیعه او سني په نامه د خلګو قتل عام یا په مقدسو اماکینو ، مساجدو او عبادت ځایونو باندې تعرضونو او بریدونو ته یوازې کرغېړنې کړنې ویلای شو، دغه راز ناروا کړنې  د اسلام د ټولو اساساتو او اصولو او د انسانیت او بشریت د حقوقو او ټولو پرنسیفونو په ضد دي.

په دغه ډول کړنو کې ځيني مسلمانان په غیر شعوري ډول استعمالیږي او یا دهغو مغرضو عناصرو لخوا اجراء کیږي د کومو چې د بعضي متعصبو هیوادونو لخوا سپورټ او تمویل کیږي او غواړي چې زموږ هیواد د خپلو ناروا رقابتونو لپاره میدان جنګ وګرځوي ، او په خپلو ناروا مداخلو سره  زموږ بې چاره ولس په مزیدو مصیبتونو او کړاونو کښې واقع کړي او همدا رنګه دغه متعصب هیوادونه غواړي چې زموږ مسلمان ، معتدل او میانه رو ولسونه د افراط او تفریط په جال او دام کې راګیرکړي او دلته زموږ هیواد کې تعصبي کړنې ترسره کړي.

او موږ ټول مسلمانان په دې پوهیږو چې د اسلام په مقدس دین کې هیڅ ډول افراط او تفریط ځای نه لري  ، د اسلام مقدس دین د ټول بشریت لپاره د اعتدال ، میانه روی ، خواخوږۍ ، همدردۍ او همکارۍ  دین دی ، نو موږ د دغه ناروا کړنو عاملانو ته دا توصیه کوو چې د خدایه  وبېرېږئ ، زموږ په دغه ړنګ او بنګ ، وران او ویجاړ هیواد کې او په دغه بې چاره ، مظلوم او دربدره ولس باندې چې څلورو لسیزو جنګونو او غمونو ځپلی دی نور دغه ناروا کړنې ، تعصبونه ، کرکې او نفرتونه ، د خارجي هیوادونو په لمسون مه ترسره کوئ او د خدای (ج)  لپاره د منځني ختیځ د هیوادونو ( عراق، سوریې ، او یمن) حالاتو ته په کتو سره عبرت واخلئ او دغه مهلکي فارمولې او نسخې په ناروا توګه زموږ په دغه اسلامي هیواد کښې مه استعمالوئ .

موږ ولیدل چې په نوموړو هیوادونو کښې د دغه راز کړنو  نتیجه یواځې او یواځي په هلاکت ، تباهۍ او خرابۍ تمامه شوه.

ګرانو هیوادوالو!
په وطن کښې مو د جګړې مزید دوام د هیواد او ولس لپاره د ډېرو بدمرغیو لامل ګرځي ، د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې  تر حدزیات لوړوالی ، د هیواد په داخل کې د ولسي خلګو اجباري مهاجرت ، د جکړو له امله ملکي وګړو ته مالي تلفات ، د زیربنايي پروژو له منځه وړل او  یا یې د ودانولو په وړاندې خنډونه ایجادول او…….ټول د دې تحمیلي جکړې لاملونه دي چې تاوان یې یواځې او یواځې زموږ ولس ته رسیږي ، هغه ولس چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د مسلسلو جګړو په لمبو کې سوځي.
او بل داچي موږ وینو چې په مکرر ډول د بهرنیو ځواکونو لخوا ولسي سیمي بمباریږي او همدا راز د ملکي وګړو په مېشت ځایونو کښې په مکرر ډول  باندې بریدونه او انفجارونه  کیږي چې دغه  دواړه کارونه  له وحشیانه عمل  پرته نه اسلامي توجیه  او نه قانوني مجوز لري.
هرڅوک که په هرنیت ولسي سیمي بمباروي او یا په ولسي مېشت ځایونو کې چاودنې ترسره کوي هغوی  موږ د خپل هیواد او ولس دښمنان او بد مرغي ایجادونکي لوري ګڼو.
او همدا رنګه که جګړه نوره هم دوام پیدا کوي موږ به نور هم  د دغه ډول ناروا او کرغېړنو کړنو شاهدان پاتي کیږو.

او د دې لپاره چې په هیواد کې مو د جګړې عوامل له منځه وړي وي د افغان معضلې شاملو اړخونو ته  په کار دی  چې د حُسن نیت او په خپل منځ کې د اعتماد سازي په غرض او هدف هریو له خپله جانبه داسي نېک او ښه اقدامات وکړي چې جانب مقابل باالمثله عمل کولو ته وهڅوي.
نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې  د خپلو  غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر .ټول هیواد او ولس نازل شي

همدا راز موږ د جګړې د ښکیلو لوريو څخه غواړو چې باید د عرفې او لوی اختر د مبارکو شپو ورځو د احترام په خاطر خپل ترمنځ د پوځي او جنګي فعالیتونو د تشدد پر ځای د بندیانو خوشي کولو او نورو داسې سوله ییزو فعالیتونو ته ترجیح ورکړي چې کم ترکمه په همدې شپو ورځو کې زموږ د هیواد د یتيمانو او کونډو په شمیر کې توقف راشي، او د لوي اختر په ورځ نه کوم نازولی زوی د خپل پلار په وژنې د ویر اوښکې توي کړي او نه هم کومه مور د خپل ځوانیمرګ زوی په غم د ویرساندې وږغوي ، نه څوک د وژل شویو کسانو د ښخولو لپاره هدیرو او مقبرو ته ولاړ شي او نه هم څوک د اختر د خوښیو پرځای د وژل شویو قریبانو د ویر پر ټغر کښېني.
دا چې په جګړه کې د ښکېلو او متقابلو لوریو هر اقدام پرجانب مقابل ورته اغیزه لري ، نو طبیعې ده چې د هر جانب  له لوري سوله ییز اقدام به سولییز عکس العمل لري چې پایله به یې په اوږده مهال کښې په سولییزه فضاء سره تمامیږي.

 په آخر کښې لوی خدای جل جلاله ته  د سوال او زاریو لاسونه لپه  کوو چې نور مو د لوي اختر د دې مبارکو ورځو شپو په برکت هیواد د جګړې پر ځای د سولې ټاټوبی او کور وګرځوي او جګړه ځپلي هیواد وال مو د سولې او آرامي په فضاء کې د جګړې له شره په امان شي.
د همداسې یوې ښې ورځې د راتلو په هیله ، لوی اختر مو مبارک او ټول عبادتونو مو خدای (ج) قبول کړه.

والسلام علیکم ورحمة الله و………….

ورورمو ملا اغاجان معتصم  د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مشر

۱۴۳۸/۱۲/۸ هـ ق

۱۳۹۶/۶/۸ هـ ش

۲۰۱۷/۸/۳۰ م

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates