تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / د ټرمپ او احمدشاه مسعود د افغان وژنې ګډه نظریه

د ټرمپ او احمدشاه مسعود د افغان وژنې ګډه نظریه

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژۍ په اړه هر چا خپل دریځ وړاندې کړ، ارګ، اجرائیه ریاست، کورنیو، بهرنیو او ملي دفاع وزارتونو، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، سولې عالي شورا او یو شمیر سیاسیونو دغه ستراتیژي غوره او ښه وبلله.
خو د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسي جرګې د دویم مرستیال ظاهر قدیر په ګډون، ځینو چارواکو، سیاستوالو، مدني فعالانو، وسلوالو ډلو او ولسي خلکو دغه ستراتیژي وغندله او د افغان وژنې نوی پیل یې وګاڼه.
د ملي یووالي حکومت مشران خوشحاله دي، چې: امریکا په نوې ستراتیژي کې په پاکستان او ګاونډیانو فشار راوړی، چې: د وسلوالو له ملاتړه لاس واخلي او هغوی وځپي، همداراز له افغان پوځ سره د همکارۍ په پراخولو ټينګار شوی، دوی وایي، چې: په دغه ستراتیژي کې زمونږ خیر دی او مونږ سره په ګډې مشورې جوړه شوې؛ خو ټولو ته روښانه ده، چې: د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره د امریکا پوځي ستراتیژۍ په جوړولو کې هیڅ راز اغیزه نه ده لرلې، نه له ولسمشر غني، نه له ډاکټر عبدالله، نه له اتمر او نه له تاج محمد جاهد سره خبرې شوې، په داسې حال کې، چې دا ستراتیژي د افغانستان لپاره جوړه شوې، ټول واک یې د یو څو امریکایي مشرانو، ډونالډ ټرمپ، امریکايي لوړ پوړو پوځي چارواکو او استخباراتي شبکې په لاس کې وو. دا چې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او چارواکو سره مشوره نه ده شوې، دا پر هغوی د امریکایانو لومړۍ بې باوري ده، هغوی ان په خپلو لاس لاندې کسانو (غلامانو) هم اعتبار هم ونه وکړ او د دوی د راتلونکي او پایښت له پاره یې ترې مشهوره وانخیسته.
په ستراتیژي کې کومه نوې خبره نه شته، ټوله معامله پخوانۍ ده، نوي پکې څه نه تر سترګو کیږي، وایي، چې: غوا ته یې ډير انتظار وویست، چې: څه به یې پیدا کړي و، له ډیر انتظار وروسته معلومه شوه چې: د تیرو کلونو په څير خوسی (نر ذات) دی؛ دا هم همدغه معامله ده؛ خو عجیبه دا ده، چې: زمونږ چارواکي ورته خوشحاله دي، چا د خپل زړه ستراتیژی وبلله، چا وویل، چې: داسې ستراتیژي کله هم امریکا نه ده اعلان کړې او چا بیا وویل: دا یوه داسې ستراتیژي ده، څنګه چې زمونږ پخواني مشر (احمد شاه مسعود) غوښته.
له ستراتیژي د دې خبرې خطرناک بوی خیژي، چې: د افغانانو خیر پکې نشته او جګړه به نوره هم زیاته شي، څنګه چې بهرنیو رسنیو اندېښنه ښودلې، فارن پالیسي لیکلي: امریکایي پایلټان په افغانستان کې زیاتو بریدونو ته ځان چمتو کوي، نو معنی دا شوه، چې: دلته به یو ځل بیا جګړه زور واخلي؛ ښه ته وایي: دا داسې ستراتیژي ده، چې: ګنې زما مشر په ګور (قبر) کې جوړه کړې؛ نو پایله دا شوه، چې: ستا مشر د افغانانو په وژنه خوشحالېده، هغه له ټرمپ هم ورتیر و او په خپلو هېوادوالو یې زړه نه سوځېده او بې دریغه یې له تېغه تېرول. ستا مشر خوښ و، چې: افغانستان همداسې مستعمره پاتې شي، بهرنیان پکې واوسیږي او مونږ لوټ کړي. ستا مشر غوښتل، چې: افغانان دې ووژل شي، مونږ دې غلام واوسو، زمونږ طبعي زیرمې، کانونه، ښکلاوې، غرونه، سیندونه، ځنګلونه او ځمکې دې چور شي او په راڼه میدان دې د دوی اسرې ته پاتې شو.
زه اوس څنګه داسې کس ته قهرمان ملي ووایم، چې: هغه سره د افغانانو د وژلو ستراتیژي وه، هغه د خپلو ملاتړو په څير خوشحالېده، چې: افغانان دې بې اتفاقه وي، وژل کیږي دې، لوټ دي شي او د ژوند حق دې ترې واخیستل شي.
دا خو ټولو ته نړیوالو ته روښانه ده، چې: ټرمپ زمونږ د وژلو او ختمولو ستراتیژي جوړه کړې؛ نو ته څنګه وايي، چې دا ستراتیژي زما د خوښې ستراتیژي ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې، ګلوبل ریسرچ خبري سرچینې، فارن پالیسي رسنیزې پاڼې او ټولو بهرنیو رسنیو وویل، چې: ټرمپ د افغانستان کانونو ته غل دی؛ نو ستاسو دا خوښه ده، چې: هغه زمونږ د نیکونو او پلرونو هډوکي له ځان سره یوسي او د وطن ښکلاوې مو ختمې کړي.
په داسې حال کې چې: د امریکایانو ارادې یوازې او یوازې زمونږ د وژلو وي؛ نو پکار ده، چې: د داسې ستراتیژي د عملي کېدو مخنیوی او سخت مخالفت وشي او هغه په کلکو ټکو سره رد کړل شي، چوپه خوله پاتې کېدل او یوازې په دې خوشحالي، چې: په دې ستراتیژي کې د پاکستان ځپل شامل دی، غلطه خبره ده، مونږ باید ستراتیژي عمیقه څيړنه وکړو، دې ته وګورو، چې: په ستراتیژي کې نور څه دي، ایا مونږ د پرمختګ په لور بیايي او که نور مو هم کندې ته ورټيل وهي.
لیکنه: احساس

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates