تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / لیوه، لیوه وي، که ته پرې د وري نوم هم کېږدې

لیوه، لیوه وي، که ته پرې د وري نوم هم کېږدې

زه په شپږم ټولګي کې وم، چې: یوه ورځ د ګېدړې او لیوه په اړه د پښتو په کتاب کې کومه موضوع راغله، استاذ یوه کیسه وکړه، هغه وویل: مونږ شپانه وه، زه لا ځوان وم، یوه ورځ دری لیوان زما په رمې راغلل، دوه وري یې وداړل، ما پرې د ټوپک ډزې وکړې، دوه مې مړه کړل؛ خو په دریم مې زړه ونه شو، هغه ډیر کوچنی او ښایسته رنګی و، ما له ځان سره کړ، کور ته مې راوست. لوی مې کړ، د ګډو له رمې او د کور ساتونکي سپي څخه مې زیات خدمت د لیوه کولو، په خپل لاس مې لوی کړ، ده هم خپل شرافت ښوده او لیوتوب یې نه کاوه، کله یې هم رمې ته خوله نه اچوله. خو د کال دوه په تېرېدو سره لیوه لږ لږ سرکش شوه، یوه ورځ له کوره ووتم، له بازار مې څه سامان راوړ. سپی مې وتاړه ما ویل: له لیوه سره ونه خوري. رمه او لیوه مې سره پرېښودل، کله چې له بازاره بیرته راتلم، په دروازه کې سپی ولاړ و، خوله یې په وینو سره وه، ما وویل: ضرور څه ټکه رالوېدلې، چې: د سپي خوله په وینو سره ده، لس قدمه مې نه و اخیستي، چې: د لیوه نیمايي بدن مې ولیده، دری څلور وري (ګډان) مې هم ولیدل، چې: څیرل شوي او داړل شوي وو. ورو مې له ځان سره وویل، چې: «له اصله خطا نه کوي او له کم اصل وفا نه کوي»؛ خو څه ګټه وار له واره خطا و.
ما ته دا کیسه د بلخ د والي عطاء نور د زامنو له امله رایاده شوه، د بلخ د والي په امر او لارښوونه د ولایتي شورا غړی اصف مومند، چې: په قوم مومند دی او ټول ژوند یې په بلخ کې تیر کړی، له هوایي ډګره د بلخ د والي ساتونکو ونیولو. په لومړیو کې د اصف مومند ساتونکو او کسانو ډیر مقاومت وکړ او اصف مومند یې تش په نوم امنیتي ځواکونو ته ونه سپاره؛ خو ویل کیږي، چې: وروسته د مرکزي حکومت، اصف مومند او د هغه ساتونکو ته پیغام ولېږه، چې: د بلخ له والي سره یې کیسه ختمه کړې او ده ته به څه نه ویل کیږي، هغه و، چې: اصف مومند ونیول شو. له نیول کېدو وروسته اوازه خپره شوه، چې: نوموړی د غیر قانوني کړنو په تور د ملي امنیت کسانو ونیولو؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښيي، چې: نوموړی د عطاء نور شخصي ملیشو او ساتونکو نیولی او په بې رحمي سره یې ډبولی دی. د عطاء نور زامن او په خپله دی هم په دې قضیه کې ښکیل دي. ویل کیږي، چې: اصف مومند په پښو، لاسونو او سر باندې درانه ګوزارونه هم خوړلي او په ډیرې بې رحمۍ سره وهل شوی دی. دا خو له انځورونو ثابتیږي او هغه څه چې د پردې تر شا د عطاء نور، د هغه د زامنو، ملیشو او متحدانو په مخ کې شوي، هغه یو الله او دوی ته معلوم دي.
حکومت د دې پېښې په وړاندې څه غبرګون ونه ښوده؛ خو یوه ورځ وروسته ولسمشر د څيړنو امر وکړ او مزار شریف ته یې یو پلاوی ولېږه؛ خو معلومه ده، چې: دغه څيړنه به هم د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې د څيړنې په څير شي، هر څه به روښانه شي؛ خو دولت به هیڅ هم ونه کړي او نه یې کولی شي. د ایشچي په قضیه کې خو دولت ته یوه اسانتیا او ښېګڼه دا وه، چې: امریکا او نور بهرنیان هم د ایشچي تر خوا ولاړ و او دا ځل تمه نه کیږي، چې: هغوی دې دا ځل له اصف مومند سره ودریږي؛ ځکه مومند امریکا ته نه دی مهم او د ایشچي په قضیه کې د دوستم برطرفه کول د امریکا په ګټه او د ولسمشر غني په غوښتنه وو.
اوس اصف مومند راخلاص شو، کابل ته راورسېده او دلته یې خبري کانفرانس وکړ، سبا به رسنۍ د نوموړي له خبر څخه ډکې وي. د هر اخبار، ویب سایټ، راډيو او ټلویزیون سرلیک به د اصف مومند قضیه وي؛ خو هغه ته به څه فایده وکړي، هغه په ډیرې بې رحمۍ سره ووهل شو، بې عزته شو او په سپیو وداړل شو.
ویل کیږي، چې: د بلخ د والي زامنو د اصف مومند پر غوږ خولې ورلګولې او د نوموړي غوږ یې ډیر ژوبل کړی دی. بیا هغمه کیسه شوه، چې: د لیوه زوی لیوه وي. او کم اصل چې د کم اصل زوی وي؛ نو خود به همداسې کوي. ما په کورني او بهرني قانون کې دا نه دي لیدلي، چې: د یو ولایت عدلي ارګان او څارنوالۍ دې د ولایتي شورا غړی ونیسي، په دا ډول دې هغه ووهي او په غوږونو دې خولې ور ولګوي.
اوس حکومت ته په کار ده، چې: د اصف مومند پوښتنه وکړي؛ ځکه دا د حکومت د عزت سوال دی، یو حکومتي چارواکی او د ولس استازی وهل شوی. د قانوني لارې د شتون سربیره له هغه سره د یو ولایت د والي له خوا ظلم شوی دی.
که چیرې د اصف مومند په اړه جدي څيړنه ونشي او په شمال کې د عطاء ملیشې همداسې له پښتنو چارواکو، ولسي وګړیو او نورو کسانو سره وحشت او ظلم جاري وساتي؛ نو لرې نه ده، چې: ټول شمالي ولایتونه به له سختو قومي، ژبني او سمتي جګړو سره مخ شي او هره ودانۍ به په کنډواله بدله شي.
لیکنه:  احساس

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates