تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / انګلېنډ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

انګلېنډ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

د انګلېنډ او ویسټ انډيز ترمنځ د دریو پنځه ورځنیو (ټيسټ) لوبو لومړۍ لوبه د کوربه هېواد انګلېنډ په بریا پای ته ورسېده او ویسټ انډيز ستره ماتې وخوړه. د لوبې پچه انګلینډي لوبډلمشر جوي روټ وګټله او لومړۍ توپوهنه یې وکړه، چې: د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۵۱۴ منډې وکړې او اننګز یې پای ته ورساوه. انګلېنډ ته اوپنر الیسټر کک ۲۴۳ منډې وکړې او دوه سلیزې یې ووهلې، همداراز جوي روټ هم ۱۳۶ غوره منډې وکړې. د ویسټ انډیز له لوري بیا چیس ۴ او کیما روچ ۲ ویکټې ترلاسه کړې. ویسټ انډيز په لومړي اننګز کې ټول لوبغاړي په ۱۶۸ منډو له لاسه ورکړل او د مقابلې لوبډلې دریمه برخه منډې یې هم ونه کړې. بلک وډ د ۷۹، هوپ د ۲۵ او پاول د ۲۰ منډو په ترسره کولو سره تر نورو مخکښ منډه جوړونکي لوبغاړي وو. د کوربه لوبډلې له لوري جیمز اینډرسن ۳؛ خو براډ او رولانډ ۲،۲ لوبغاړي وسوځول. دا چې ویسټ انډیز ډيرې کمې منډې وکړې؛ نو د نړیوالو قوانینو سره سم فالو ان (دوهم ځلي توپ وهنې) ته دعوت شول، چې: بیا یې هم د پام وړ کارګردګي ونه کړه او ټوله لوبډله له تیرې پاڼۍ هم په کمو منډو (۱۳۷) وسوځېده. دا ځل بارتهویټ ۴۰ او چیس ۲۴ زیاتې منډې وکړې. د انګلېنډ له لوري براډ ۳ او معین علي، جیمز اینډرسن او رولانډ ۲،۲ ویکټې واخیستې. له دې سره انګلېنډ لومړۍ لوبه په ۲۰۹ منډو او یو اننګز سره وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی الیسټرکک وټاکل شو. 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates