تازه پرلیکه شوي
Home / اقتصاد وبازسازي / هرات کې د مالوچو د پروسیس فابریکه فعاله شوه

هرات کې د مالوچو د پروسیس فابریکه فعاله شوه

ولسمشر محمد اشرف غني چې د خپلواکۍ لمانځلو له پاره هرات ته تللی و، هتله یې د پخته طلا سفید افغان په نوم د مالوچو د پروسس فابریکه پرانیسته. د فابریکې استازي حیدر حمید د یادې فابریکې په اړه وویل: موږ هره ورځ د هېواد له کروندګرو څخه شل ټنه پنبه اخلو او د ورځې شپږ ټنه تولید لرو چې د کیفیت له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولی شي. نوموړي وویل: د دې فابریکې په پرانیستو سره به کروندګرو ته کار پیدا شي او چمتو یوو، چې د هرات ښار کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت یو لوی کتابتون جوړ کړو. د کانونو او صنایعو خونې رئیس حمیدالله خادم بیا وویل: د اقتصادي پالیسو له برکته د هرات په صنعتي پارک کې دېرش نوې فابریکې جوړې شوې، چې د هېواد په صنعتي او اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي. هغه په ګمرکونو او بندرونو کې د سوداګرو د ستونزو، د مرمرو ډبرو لپاره د واضح پالیسۍ نشتوالی، له فابریکو سره د وړو کانونو د قرارداد لپار د زمینې برابرول او په هرات ښار کې د زړو افغاني بانکنوټونو نوي کول لویې ستونزې وبللې او له ولسمشر څخه یې د حل په خاطر اقدامات وغوښتل. د هرات والي محمداصف رحیمي وویل: د دې لپاره چې د هرات په صنعتي پارک کې پانګونه زیاته شي په کار ده د دغه ستر تولیدي مرکز د امنیت په خاطر د پولیس ځانګړی تشکیل منظور کړي؛ ځکه په تېرو دوو کلونو کې د امنیت له ښه والي سره اقتصادي او سوداګریز مرکزونه فعال شوي دي. ده ټینګار وکړ، چې: د هرات ولایت اقتصادي او صنعتي برخې ته د خصوصي سکتور له پاملرنې او پانګونې سره به د فرصت طلبه کړیو منفي پالیسۍ ناکامې شي. ولسمشر محمد اشرف غني بیا وویل: د هرات له ورانېدو وروسته لومړنی شی چې دا ښار یې له اقتصادي پلوه په پښو ودرولو پنبه وه، چې نیشاپور کې به یې خرڅوله او هرات یې پرې ودان کړ او هرات هر ځل له ایرو راپورته شوی دی، دا ځل به هم راپورته کېږي. په پای کې ولسمشر غني د پټۍ په پرې کولو د مالوچو د پروسس فابریکه پرانیسته او همداراز یې د نویو جوړو شویو ۲۵ فابریکو له غرفو او تولیدي توکو نندارتون څخه ولیدل.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates