تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / راځئ بيا ازادي واخلو!

راځئ بيا ازادي واخلو!

راځئ بيا ازادي واخلو!

ليکنه: سليمان غلجی

د (۱۲۹۸ ه ش) کال د زمري (اسد) پر اته ويشتمه نېټه افغانانو د خپل ولسمشر غازي امان الله خان په مشرۍ له انګريزي استعماره بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. انګريزانو يې په غبرګون کې له هندوستانه افغانستان ته له دريو بېلا بېلو لارو خپل پوځونه راواستول، خو دلته غازي امان الله خان سمدستي جهاد اعلان کړ او د دريو قومانادانانو په مشرۍ افغانان د انګليس پر وړاندې جګړې ته روان شول. تر لږ کش او ګير وروسته يې انګليسي لښکرو ته ماته ورکړه، چې بالآخره انګرېزانو هم له خپلې پوځي ماتې وروسته د افغانستان سياسي خپلواکي په رسميت وپېژنده. د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانستان يو خپلواک هېواد وګرځېد، دلته هېڅ بهرني يرغلګر ته د شتون او نورو هېوادونو ته د سياسي مداخلې اجازه نه وه. افغانانو له انګليس څخه د خپلو وينو په بدل کې خپلواکي تر لاسه کړه، انګليس يې د دښمن په توګه وپېژاند او هر کال يې د خپلې بريا جشنونه لمانځل.

له هغه راوروسته زموږ هېواد د روسي يرغلګرو تر چپاو لاندې راغی، خو افغان ولس يو ځل بيا خپلو تورو ته لاس کړ او د روسي يرغلګرو تر بشپړې ماتې او وروستي عسکر تر وتلو يې د ازادۍ مبارزې ته دوام ورکړ. د روسانو تر وتلو وروسته داخلي جنګ جګړې هم روانې وې، مګر د دغو جګړو لامل هم تر ډېره د هغو تپل شويو مشرانو پر وړاندې مبارزه وه چې د هماغه دښمن غلامۍ ته يې ملا تړلې وه کوم چې د دې ولس له مټو وتښتېد.

بيا له څه مودې وروسته امريکا زموږ پر ګرانه خاوره يرغل وکړ چې دا دی شپاړس کاله يې پوره شول، خو ولس مو بيا هم چوپ نه دی پاتې، د هماغو انګرېزانو او روسانو په څېر يې د امريکا ماتې ته هم له اولې ورځې لا مټې راونغاړلې او که خدای کول نژدې ده چې د هماغو نورو پر برخليک به اخته شي. لکه څنګه چې اوس هم وينو د اته څلويښتو اشرباڼو هېوادونو له يو نيم لاک ګډ يرغلګر ځواک څخه اوس ايله نهه لس زره پاتې.

نن هم په دغه اته څلويښت ګډ يرغلګر ځواک کې يو لوی مټ هماغه انګريزان دي، چې زموږ نيکه غازي امان الله خان په تېره جګړه کې ماتې ورکړه او په هاغه وخت کې چې نژدې ټوله نړۍ د انګليس تر استعمار لاندې وه، افغانستان يې يو خپلواک هېواد اعلان کړ، جګړه يې ترې وګټله او په نړيواله سطحه يې افغانانو او افغانستان ته يو ستر حيثيت وګاټه. نو راځئ نن هم له هماغو انګرېزانو يو ځل بيا خپلواکي واخلو!

غازي امان الله خان موږ ته خپلواکي تر لاسه کړه، خو موږ ونه ساتله، بيا مو پلرونو د خپلو وينو په بدله کې له روسانو خپلواکي تر لاسه کړه، خو افسوس چې موږ بيا ونه شوه ساتلای، راځئ اوس يو ځل بيا خپلواکي تر لاسه کړو، هېواد مو د پلرونو او نيکونو د دښمنانو له نجسو قدمونو صفا کړو او بيا پرېنږدو چې هېواد مو د يو بل يرغلګر تر پښو لاندې راشي.

راځئ نن هم هماغه يرغلګر راغلي چې پرون مو ترې نيکونو خپلواکي اخيستې وه، اوس هم يوازې يو مشر ( امان الله خان) ته ضرورت دی چې د خپلواکي اعلان وکړي، انشاء الله اوس هم داسې مېړونه ژوندي دي چې په مسکا او افتخار سره خپله وينه د وطن له ازادۍ نظرانه کوي.

ايا خوښه مو نه ده چې سبا ستاسو بريا هم د نن په څېر جشنونو، خوښيو او خوشاليو ولمانځل شي. ايا کوم داسې مشر نه لرو، چې سبا د غازي امان الله خان په څېر د خپلواکۍ د ملي اتل افتخار تر لاسه کړي.

ازادي تر باچاهيه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates