تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / بیرغ / د ازادۍ ورځ

بیرغ / د ازادۍ ورځ

 

تور رنګ یې، نور کړي له تورو لړو، ناخوالو او ناپایه ګرداونو سره مخه ښه،

سور رنګ یې د خوږې ازادۍ لار کې د سرو وینو نذرانه، لا هڅاند یو روان، شانه به شانه،

زرغون رنګ یې لکه بحر د زمانې چې پرې راتېر یو، رابښي دا هڅې خپلواک ټاټوبی، په ننګ او مېړانه،

او هم په مانا د سولې چې لرو یې غوښتنه،

رسوو به یې په مینه تر لرې لرې وطنه،

کړي دا خبره، موږ ټول یو زوکړي یو شان،

په وحدت او یووالي مو ایمان،

ستوري هم یادوي چې لاړل د شپې په اوږدو مزلو،

ګاللې یې ستړیاوې، اخیستل یې اوچت ګامونه، په لور د لرې منزلو،

نښان مو د وطنوالو د مېړانې،

نښان مو د وطنوالو د هڅو ناپایانې،

غږوي نغمې د ازادۍ د اتلانو،

غږوي نغمې د شپو شپو بندیوانو،

چې به یې تېرول کړاونه نازغملي،

دا یې لپاره زما او ستا په ځان منلي،

راښيي راته وايي،

موږ لرو په خدای باور،

موږ نه ماتیږو، لا کلکیږو، پخیږو،

موږ یو قوت یو، تل به پایو، تل به هم دا یو،

راکوي سبق د یووالي او ورورولۍ،

د ابادۍ، ښېرازۍ، سوکالۍ او ښادۍ،

دی مو توغ، نښان د ویاړ،

دی سلام د غزا و شاه زلمیانو ته،

ټولو هوډمنو سپاهیانو ته،

یو خؤر ؤر څادر د مېړانې،

رانغاړي کمکي، لویان، زړې او ځوانې،

دی اهتزاز دی اواز موږ ته د سیالۍ،

هسک ولاړ تل دا روښان لمر د ازادۍ،

پورته پورته به رپي،

مدام او هر لور ته به خوځي،

نړۍ ته لېږدوي دا پيغام ښایسته،

موږ شته یو، موږ مېشته،

              …

درنو هیوادوالو! د خپلواکۍ ۹۸ یمه کالیزه مو بختوره او مبارک!

 

 (د زاهد نایل لیکنه)

 

 

 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates