تازه پرلیکه شوي
Home / لوبې او روغتیا / افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د ماليزيا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د ماليزيا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

 

افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه، د تیرې ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې سیال ټیم ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ماليزيا وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه چې د ۲۲،۲ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې ۵۸ منډې جوړې کړې.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۶، طارق ستانکزي ۲، وفادار مومند او يوسف ځاځي يو يو لوبغاړی وسوځاوو.
افغان نولس کلنو وکولی شول، چې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره په ۵،۴ اورونو کې پرته له کوم زیان پوره کړي. افغان لوبډلې ته درويش رسولي ۳۸ او نويد عبيد ۲۲ ناسوځيدلې منډې وکړې او د ماليزيا لوبډلې ته يې د ۱۰ ویکټو په ماتې کې ستر رول ولوباوه.

د لوبي غوره لوبغاړی مجيب ځدراڼ چې د مقابلې لوبډلې ۶ لوبغاړي يې سوځولي وو، وټاکل شو.

باید وویل شي، چې: له دې وړاندې هم افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د نيپال لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو په ستر توپیر ماتي ورکړه.

رئیس میړنی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates