تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / ولاړ یم…

ولاړ یم…

 

د کومې ناروا په تماشه باندې ولاړ یم

د ماتو ارمانونو، ائنه باندې ولاړ یم

زما د بغاوت حدونه مه ګوره صاحبه!

قیام باندې پرېوتی یم، سجده باندې ولاړ یم

ته دې سړي ته ګوره، سومره نېغې نېغې وایي

او زه لیونی بیا هم په ګیله باندې ولاړیم

لاالیه! د بیلتون غریب بېخي ځاره چودلې

نن تا سره په دومره فاصله باندې ولاړ یم

ته ما پخلا کوه مه، یاره بیا به زه خپه یم

پرېده زه مصیب خو بهانه باندې ولاړ یم

اخ، بیا مې د جومات لاره غلته کړه ناصحه!

اخ، بیا د میخانې په دروازه باندې ولاړ یم

بلۍ ته په کتومې غاړه شخه شوه، ته راشه!

دیدن ته دې دې ټکنده غرمه باندې ولاړ یم

ځه ځه مړه! نو ته کله وعده باندې ولاړ یې

ځه ځه مړه!  نو زه کله توبه باندې ولاړ یم

طالبه! دعسکر په مجبوریت زرې زرې یم

عسکره! دطالب په جنازه باندې ولاړ یم

خالده! د فطرت په مبارکه لار روان یم

خالده! د ضمیر په اشاره باندې ولاړ یم

خالد افغان

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates