تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

 

نن د افغانستان او مالیزیا د کرکټ نولس کلنو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې: د افغانستان په بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او مالیزیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د مالیزیا ټولو لوبغاړو په ۲۱،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۳ منډې وکړې او میلمه لوبډلې ته یې د ۵۴ منډو کم هدف ورکړ. مالیزیا ته زیاتې منډې ویرندیپ سنګهـ ۱۹، محمد امیر ۸، او سیف الملوک ۶ وکړې.

د افغان لوبډلې له لوري یوسف ځاځي په ۴ اورونو کې د ۱۰ منډو په ورکړې ۴، مجیب ځدراڼ په ۷،۵ اورونو کې د ۴ میډن اورونو په ویستلو د ۵ منډو په ورکړې ۳ او ظاهر پکتین په ۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکړې ۲ ویکټې واخیستې، همداراز شمس هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې ښه پی لونه کړ، عمران محمدي او طارق په صفر، صفر وسوځېدل؛ خو د درویش رسولي ۳ شپږیزو او د نوید عبید ۳ څلوریزو لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسوله. افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۵،۴ اوورنو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. درویش رسولي تر ټولو زیاتې ۳۲ او نوید عبید بیا ۱۸ منډې وکړې.

د مالیزیا له لوري یوازې سید عزیز ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی یوسف ځاځی وټاکل شو.

رئیس میړنی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates