تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / سکروټې

سکروټې

 

نه ستا له درده ، خو له بله درده مرم سکروټې
دا مې ملهم دی راته راکړه لږ زخم سکروټې


کمزوري نه یم ،راشه ، بل امتخان هم درکړمه 
ته صرف را ګوره زه په لپو درته خورم سکروټې


جینۍ مصروفې ، په نګریزو ګل کوي لاسونه 
زه هم لګیا یم ، په لاسونو، ګل کوم سکروټې


که اندازه ورته زما د زغم صبر وی نو
هغې به درد راته کم کړی نه و کم سکروټې


سترګې نمجنې "افسانې" د افسانو په خاطر
خدایګو اوزګاره دی او نه لري بل غم سکروټې

افسانه غزل

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates