تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / په انګلینډ کې د افغان لوبغاړو تود هرکلی وشو

په انګلینډ کې د افغان لوبغاړو تود هرکلی وشو

 

  په انګلینډ کې د افغان کرکټ ملي لوبغاړو تود هرکلی وشو. د کرکټ بورډ مسؤلین خبر ورکوي، چې: د انګلستان په مرکز لندن کې د افغان سفارت مسئولینو له افغان کرکټ ملي لوبډلې او اداري مسئولینو تود هرکلی وکړ.
  په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې په انګلستان کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او ملي لوبغاړو هرکلی وکړ او د افغان لوبډلې د پرمختګ او د ادارې د ودې ستاینه یې وکړه.

  بل لور ته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د افغان سفارت له مسئولینو مننه وکړه او ویې ویل چې افغان لوبډله د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۱مه نیټه په لارډز لوبغالي کې د ایم سي سي د لوبډلې پر وړاندې مهمه لوبه لري. نوموړي په لندن کې پر میشتو افغانانو غږ وکړ چې د ملي لوبډلې د هڅونې لپاره لوبغالي ته راشي.

  باید وویل شي، چې: یو شمیر لندن میشتو افغانانو د ملي لوبډلې د تشویق له پاره د لوبې ټيکټونه اخیستي دي او غواړي، چې لارډز سټیډیم ته بینرې هم یوسي.

د ویلو وړ ده، چې: نن دوه نیمې بجې به د ایم سي سي او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ یوازینۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.

رئیس میړنی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates