تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / قطرۍ اونيزه: د اروپايانو د ویرولو له پاره امریکا په افغانستان کې سخت بریدونه وکړل

قطرۍ اونيزه: د اروپايانو د ویرولو له پاره امریکا په افغانستان کې سخت بریدونه وکړل

 

د الرأیه په نوم یوې قطري اونیزې لیکلي، چې: د اروپايانو د ویرولو له پاره امریکا په افغانستان کې سخت بریدونه وکړل، څو په افغانستان کې خپله ماتې پټه کړي.

اونیزې لیکلي: امریکا د ماتې په حال کې ده، خو هڅه کوي اروپايي ټولنه وکاروي چې د ناټو وروستۍ غونډه یې ښه بېلګه ده امریکا اوس هغه د ۲۰مې پېړۍ د پای پیاوړې امریکا نه ده، بلکې امریکا دننه فاسده شوې ده او هر څه وران دي داعش هم د امریکا په مشوره او مشرۍ رامنځته شوی دی او موخه یې دا ده چې دلته د خپلو ځواکونو د ډېرولو لپاره زمینه برابره کړي، په افغانستان کې وروستۍ چاودنې امریکا پلان کړې وې او غوښتل یې اروپايي هېوادونه ووېروي.

د الرأیه په یو مطلب کې ویل شوي، چې: امریکا او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو رښتینی هوډ نه لري له همدې امله د دغې ډلې غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې: یو شمیر پخوانیو طالب چارواکو هم له طالب وسلوالو سره د سولې په تړاو خبرو کې حکومت ګرم بللی و او ویلي یې و، چې: له سستي کار اخلي.

بل لور ته یادې قطرۍ اونیزې زیاته کړې: امریکا به هڅه وکړي د افغانستان د ناامنۍ، ماتې او جګړې پړه پر اروپايي ټولنې واچوي او ناټو هم په ناخبره توګه د امریکا په لوبو کې کارول کېږي.

سمسور بریال

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates