تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / پکتيا والي: د نښتر مشاعره باید په پوره جوش او ولولو ترسره شي

پکتيا والي: د نښتر مشاعره باید په پوره جوش او ولولو ترسره شي

 

د پکتيا والي وایي، چېک د نښتر مشاعره باید په پوره جوش او ولولو سره ترسره شي، شميم خان کټوازي د اطلاعات و فرهنګ ریاست مسولينو ته هدایت کړی، چې: په دې ولایت کې د نښتر دوديزه مشاعره له تېرو کلونو سره په توپير په پوره جوش او ولولو سره ترسره شي.

 نوموړي وویل: په نږدې راتلونکې کې به د بېلابېلو ولایتونو اديبانو او انځورګر دعوت کړي، تر څو د اطلاعات و فرهنګ ریاست ګالري غني کړي. نوموړي دا هم وويل، چې: د میوزيم لپاره به د ځانګړي ځای برابرولو هڅه وکړي.

بل لور ته د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او ورسره مل ټيم پکتيا والي ته د افغاني فرهنګ د ودې په برخه کې د نه ستړي کيدونکي کار ژمنه وکړه. دوی ویلي: که څه هم د بوديجې له کمښت سره مخ دي؛ خو په کمو امکاناتو به د افغاني ارزښتونو د ترويج لپاره کار وکړي او خپل فرهنګ به ژوندی وساتي.

په ورته وخت کې د اطلاعات و فرهنګ ئییس والي ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به د پکتيا په مرکز ګردېز کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د شاعرانو او اديبانو په شتون کې د نښتر مشاعره په شانداره ډول ترسره کړي.

باید وویل شي، چې: د نښتر مشاعره هر کال په پکتیا ولایت کې ترسره کیږي، چې د پښتو ژبې مشهور او پیاوړي شاعران پکې ګډون کوي، دغه مشاعره زرګونه مینه وال لري.

سمسور بریال

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates