تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / د رایمونډ ډېوېس څرګندونو پاکستاني چارواکي غوصه کړي

د رایمونډ ډېوېس څرګندونو پاکستاني چارواکي غوصه کړي

په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو د ادارې د پخواني قراردادي رایمونډ ډېوېس د خپلو خاطراتو په چاپ کړي کتاب کې ویلي، چې: ده ته د قتل په دوسیه کې برائت ته د پاکستان او امریکا دولتونو په یوه معامله کې زمینه برابره کړې وه نه دا چې هغه دې د افرادو تر منځ شوې وي.

دغو څرګندونو د پاکستاني امنیتي او استخباراتي چارواکو سخته غوصه راپارولې ده. وړمه ورځ د یاد هېواد چارواکو د ډېوېس په هغو څرګندونو غُصه څرګنده کړه، چې د خپلو خاطراتو په چاپ کړي کتاب کې یې ویلي.

امریکايي جاسوس، چې د قتل دوسیې یې ډېر جنجال راپورته کړی و، په ۲۰۱۱ میلادي کال له زندانه ازاد او بېرته امریکا ته ستون شو. د ډېوېس څرګندونې روانه اوونۍ وروسته تر دې د رسنیو د خبرونو سرټکي شوې چې په خپل کتاب کې یې په دغه قضیه کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې د پخواني رئیس شجاع پاشا رول مهم بللی او ویلي یې دي چې د هغه له خوا د دوو مقتولینو کورنیو ته د ۲،۴ میلیونه ډالرو په ورکولو سره پر ده د قتل لګول شوي تورونه لیرې شول. ډېوېس هغه وخت په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د ادارې «سي. اې. اې» لپاره کار کاوه چې دغه پېښه وشوه. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې وروسته تر دې چې ډېوېس پولیسو ونیو، دې مسئلې د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماتیک جنجال راپورته کړ، خو اووه اوونۍ وروسته د مقتولینو کورنیو محکمې ته وویل چې دوی ډېوېس بخښي له هغې وروسته د امریکا او پاکستان چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې متحد دي، پر اړیکو کې دغه کړکېچ پای ته ورسېد.

په ورته وخت کې ډېوېس په خپل کتاب کې د قتل د پېښې په اړه لیکي: ده هغه دوه پاکستانیان چې پر موټرسایکل د ده موټر ته ډېر ورنېږدې شوي و او له یوه سره ټوپک هم و، د ځان لپاره یو ګواښ بللی او ډزې یې پرې کړې وې.

بل لور ته یو شمیر پاکستاني استخباراتي چارواکو او مشرانو له رسنیو سره په خبرو کې د ډیویس په ازادولو کې د استخباراتو د مشر ښکیلتیا سمه ګڼلې؛ خو دا یې بده ګڼلې، چې: ډیویس دا معامله روښانه کړې ده.

عظمت بیټنی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates