تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / پېښور کې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون پر خلاف مظاهره وشوه

پېښور کې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون پر خلاف مظاهره وشوه

 

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې لسګونو لیکوالو، شاعرانو، مدني فعالانو او د ځینو سیاسي ګوندونو غړو د پاکستان د دولتي ټلوېزیون «PTV» پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

دا مظاهره د یو اردو ژبي شاعر د هغه شعر پر خلاف وشوه، چې: د پي ټي وي په یو پروګرام کې یې ویلی و. شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې په خپلو ویل شویو شعرونو کې پښتانه قاچاقبران، بد بویه، بې‌تهذیبه او ترهګر بللي وو.

راپورونه وايي: مظاهره د دوشنبې په ورځ د پېښور پرېسکلب مخې ته وشوه چې پر پېښور سربېره په کې د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو ګډون کوونکو په خپلو ویناوو کې د دولتي ټلوېزیون په پروګرام کې د پښتنو سپکاوی وغانده او د یاد ټلوېزیون له چارواکو یې وغوښتل چې له دا ډول خپرونو دې لاس واخلي.

لیکوال، شاعر او د اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې استاد اباسین یوسفزي مظاهرې ته د وینا پر مهال د دغه ټلوېزیون له چارواکو وغوښتل چې د هغه پروګرام جوړوونکي دې ژر تر ژره له دندو ګوښه کړي چې د ده په خبره ټول پښتون قوم ته په‌ کې سپکاوی شوی و. نوموړي همدا شان ګواښ وکړ، که چېرې دغه غوښتنه ‌یې ونه‌ منل شوه، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي او د اړتیا پر مهال به محکمې ته هم مخه کړي.

لاریون کوونکو وویل: یو پلو په پاکستان کې د قومونو د یووالي خبره کېږي، بل پلو سرکاري مېډیا د یوه داسې قوم چې د دوی لپاره، له بده مرغه استعمال شو، هغه قوم چې هغه ډېر لوی تاریخ لري او هغه قوم چې مذهب‌ یې دوی ته راوړی دی او انسانیت ‌یې دوی ته ښودلی دی.

په ورته وخت کې د عوامي نېشنل ګوند جګپوړي چارواکي میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې وویل: پښتون قام د طنز و مزاح خلاف نه دی، خو خپل سپکاوی په هېڅ صورت نه شي زغملی نوموړي د پښتنو په اړه د اردو ژبي شاعر څرګندونې په کلکه وغندلې او ویې ‌ویل چې پښتانه ترهګر نه، بلکې د عدم تشدد لارویان دي او همدا شان ‌یې د پاکستان له جګپوړو چارواکو د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. د هوویل: خپل پښتون قوم ویاړو، دا د ډېر شرم خبره ده چې دوی دا ډول خبرې کوي، موږ د پاکستان له ولسمشر او نواز شریفه غواړو چې د دې نوټس واخلي، دغه کس له دندې ګوښه کړي او د تل لپاره پرې ټلوېزیون ته په ورتګ بندیز ولګوي.

سمسور بریال

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates