تازه پرلیکه شوي
Home / اخبارجهان / رویټرز اژانس: هندي چارواکي وايي امریکا د چابهار بندر په فعالیدو کې لوی خنډ ده

رویټرز اژانس: هندي چارواکي وايي امریکا د چابهار بندر په فعالیدو کې لوی خنډ ده

 

رویټر خبري اژانس د یو شمیر هندي چارواکو له خولې لیکلي، چې: امریکا د چابهار بندر د جوړېدو او فعالیدو په برخه کې ستر خنډ ده.

یاد اژانس لیکلي، چې د امریکا او ایران تر منځ روانې ستونزې د دې لامل شوې، چې د چابهار سوداګریز بندر کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې: هندوستان د مرکزي آسیا له هېوادونو او افغانستان سره د سوداګرۍ په موخه په ایران کې پر چابهار بندر د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې هوکړه کړې ده؛خو د دغه بندر کارونه په خورا ځنډ مخ ته روان دي. رویټر اژانس ته یادو چارواکو چې د نوم یادونه یې نه ده شوې، زیاته کړې: چې په دې برخه کې تر ټولو ستر خنډ امریکا جوړ کړی دی؛ ځکه هېڅ نړیواله کمپنۍ د توکو د برابرولو لپاره په دې بندر کې پانګونه نه کوي، دوی وېره لري، چې امریکا به پر ایران بندیزونه وضع کړي او د دوی پانګو ته به خطر پېښ شي.

بل لور ته د هند د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو د مرکز مدیر مینا سینگ هم وایي، چې: د امریکا او ایران ترمنځ ناندریو دغه پروژه ځنډولې ده.

باید وویل شي، چې: هند له څو کلونو راهیسې هڅه کوي، څو چابهار بندر پراخ کړي او په دې توګه مرکزي اسیا او نورو هېوادونو ته لار پيدا کړي.

سمسور بریال

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates