تازه پرلیکه شوي
Home / اقتصاد وبازسازي / هند له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو لپاره ارزان بیه کورونه جوړوي. 

هند له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو لپاره ارزان بیه کورونه جوړوي. 

هند هیواد اعلام کړی دی چې افغانستان کې، له پاکستانه راستانه شویو کډوالو له پاره په ټیټه بیه اپارتمانونه جوړوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د ګډې پراختیا له پاره د تړون برخې مشرې سوبا رایدو اعلان کړی چې نوی ډیلی په پام کې لري، د یوې طرحې پر بنسټ، په مناسبه بیه افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو له پاره اپارتمانونه جوړ کړي.
بل لوري، هند هېواد خبر ورکړی چې هند کې افغان محصلینو له پاره یې د بورسو موده د پنځو نورو کلونو له پاره غځولې او د دوکتورا تر کچې به زده کړې کوي.
په ورته وخت کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د کابل او اسلام اباد ترمنځ د یوه داسې چوکاټ د رامنځته کولو خبره کړې چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې اندېښنه نه وي.
نوموړي ټینګار کړی چې د اقتصادي همکاری د غونډې په څنډه کې، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په دې اړه خبرې کوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلی رباني په دغه غونډه کې د ګډون هوډ نه لري او پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال به پکې ګډون کوي.
له دې سره په یوه وخت کې، د هېواد بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د افغانستان سفیر، د پاکستان له لوري، پر ننګرهار او کونړ د توغندويي بریدونه په تړاو احضار کړی وو.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates