تازه پرلیکه شوي
Home / د لیکوالانو ورځنی تحلیل / کندهار او د سولې ځوانيمرګ غږ

کندهار او د سولې ځوانيمرګ غږ

محمد زمان مزمل

شل ورځې مخکې مونږ یو گروپ کسان له کابل نه کندهار ته دعوت شو او هلته مو د کندهار د خلکو او مسؤلینو په یوه هڅه کې د سولې سپين او پاک غږ واورید چې که رښتیا مې پوښتئ دا پکې اول وار و چې د سولې د طبیعي منطق سره برابر حرکت مو ولید.

خلک پکې سپين، سپين راغلل او بیا سپین، سپین وغږیدل او مسؤلینو پکې هغسې خبرې وکړې چې زه اوس هم فکر کوم چې دا پکې ما ایله خوب لیدلي و څنگه کیدای شي چې د کندهار جنگي ماشین پکې د ورورۍ او سولې هغه ترانه وغږوي چې د کندهار فضا پکې کافوري رنگ درلود.

هغه مهال چې د کندهار د مسؤلینو سره د غونډې تالار ته ور روان ؤ ما فکر کاوه چې د جنگ د رهبري کوونکو په منځ کې چیرته روان یم.

او چې بیا مې له سټيژه د ولس او مسؤلینو هغه خبرې واوریدلې چې په کابل کې د سولې د شورا مشران یې د کولو جرأت نلري دا پکې زما لپاره د کندهار هغه سوغات شو چې د عبدالرازق خان له سوغات تسپو هم پورته و.

د تالار له وتلو سره مې جوخت قومندان ته وویل:

اوس چې  دې د سولې او طالب سره د ورورۍ غږ پورته کړ اوس نو په رښتیا درته گواښونه  متوجه شول!

ما هغه ته وویل: دا پکې عجیبه ده چې ته د سولې قومندان شوې او مونږ دې د امنیت اندیښنو واخستلو؟

اوس چې په کندهار، کابل او شمال کې پرگنې او زیات مسؤلین د طالب سره د تفاهم منطق ته را ښکته شوي نو بیا ولې په کندهار او کابل د جنگ څپه داسې را خیمه شوله؟؟

دا چې د سولې او طالب سره د ورورۍ او بیا د یوه ملي لوی تحول لپاره چمتو شوی کندهار دغسې جزا وینې دا پکې د سلو زیات سوالونه پیدا کوي.

د قران منطق دی چې وایي:

وان جنحوا للسلم فاجنح لها

الله عزوجل بیغمبر ته وایي که دښمنانو دې سولې ته میلان پیدا کړ نو ته هم ور مات شه.

روان جنگ چې کابل یې مداخله گڼي او طالب یې جهاد بیا هم د دواړو لوریو له خوا  په هغه اولیتونو نه دی روان چې یو تماشبین انسان ورته د تائید سر ښکته کړي.

ځکه کابل پکې د دوو طالبانو په خاطر شل بې گناه کسان وژني او طالب پکې د پنځو دریشیو لرونکو تر څنگ پنځه نوي ملکي کسان په زمکه را پرځوي.

او هر طرف پکې د خپلو مخالفینو هغه څوک وژني چې د وژنکیو نه یې نوم او شهرت ډير ښه وي.

نه مې غوښتل دغسې بحث ته ننوځم ولې د کندهار د سولې ځواني مرگ غږ دیته اړ کړم چې افغانان په هر طرف کې ښه جنگیالي دي خو ښه مذهبي او ښه سیاسي نه دي.

د هغوی کم فهمیو او غلط فهمیو د افغانستان په خلکو د حل لاره ورکه کړې ده.

اخر ۱۶ کاله جنگ څه وړه خبره نده، او اوباما چې وایې طالب په جنگ نه ماتیږي طالب او کابل ولې بیا د فیل په غوږونو کې ویده دي د خپلو خلکو که نه شرمیږي د اوباما له خبرو باید څه زده کول پکار دي.

بیا هم په شوو بریدونو کې د سړي سر نه خلاصیږي چې دا بریدونه بهرنیان کوي، د غرو ولا یې کوي، د سیمټي دیوالونو دننه نیکتایي والا سیکولران یې کوي هر څوک یې چې کوي باید دا په فکر کې ولري چې تر څو دلته بهرنیان وي سوله نه راځي او چې تر څو یو بل په زور ماتوو دا جنگ نه دریږي.

جنگ چې قربانیان یې په دواړو طرفونو کې هغه مجبورې او بې وزله پرگنې دي چې د جنگ لپاره جبرا برتي کیږي.

کندهار او جنوب غرب چې د تفاهم او سولې غږ پورته کړ هلته تېر او راتلونکي جنگي عملیات په هر صورت کې د افغانستان او د سولې د دښمنانو دي.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates