تازه پرلیکه شوي
Home / انځورونه / د ځينو خلکو وراسته هډوکي هم ګټه کوي!

د ځينو خلکو وراسته هډوکي هم ګټه کوي!

دا د لمر غوندې څرګنده ده کله چې ځوان او په ازادي میئن پاچا امیر امان الله خان د خپل غیور ولس په مرسته او همکاري له انګریزانو څخه خپلواکي واخیستله، نو د انګلیسي ښکیلاک په ګېډه کې دردونه پيل شول. او په لویه ستر واکۍ کې یې هم درزونه شروع شول. چې د دردونو او درزونو د غچ اخیستلو په موخه یې د امیر امان الله خان خلاف په هېواد کې افغانان ولمسول، په پکتیا کې د حکومت په ضد پاڅون وشو، په ننګرهار ــ شینواریو ــ کې قیام وشو او په شمال کې د حبیب الله چې ــ د سقاو زوی ــ باندې یادیده بغاوت وکړ. امیر امان الله خان ننګرهار ته ځواکونه ولیږل، ځينې حکومتي چارواکي چې حکومت شمالي ته د خبرو اترو لپاره لیږلي وو، هغوی هم د سقاو زوی سره لاس یو کړ جګړه یې ګرمه کړه، پاچا واکمني خپل ورور عنایت الله ته پرېښوده په خپله د هندوستان له لارې روم ته روان شو، ورور یې درې ورځې پاچا و هغه هم استعفی ورکړه او د سقاو زوی حبیب الله د خادم دین رسول الله په لقب سره د کابل د تخت و تاج واکمن شو.
څرنګه چې بچه سقاو مطلق نا لوستی و، نو جاهل او ناپوه و، د حکومت په چارو او امورو بیخي نه پوهېده، د هېواد هر ډول مادي او معنوي شتمنۍ یې چور کړې، هېواد یې ویجاړ کړ، مدرسې، ښوونځي او علمي مراکز وتړل شول، سقاویانو هر چاته په بده سترګه کتل کوم سقاوي به چې له کوم دوکانداره سودا واخیستله او هغه به پيسې ترې وغوښتلې نو سقاوي به فتوی په څنګ کې نیولې وه ور ته کړه به یې ته کافر یې ځکه د امان الله خان واکمنۍ دې منلې وه او د هغه د پاچایي په قلمرو کې اوسیدې؟!!
سقاویانو په خپله نهه میاشتنۍ دوره هغه څه وکړل چې د دوی نیکونو (چنګیز، ګوډ تیمور) او بهرنیو یرغلګرو هم هغه نه و کړي، نو افغان ولس هم ډېر ژر د انګریزي غلامانو خلاف راپورته شو، د جنرال محمد نادر خان تر مشرۍ لاندې سر منظم او مسنجم شو. ډېر ژر یې له سقاوي غلو څخه کابل وژغوره، محمد نادر شاه واکمن شو د سقاو زوی یې د هغه له نژدې ملګرو سره اعدام کړ. او د سقاویانو نهه میاشتنی دوره پای ته ورسیده خو بیا یې هم پلویانو څو ځله پاڅونونه وکړل اما د محمد نادر شاه د حکومت له خوا وځپل شول.
هوکې! د سقاو زوی حبیب الله له نهه میاشتنۍ واکمنۍ وروسته د مرګ میلمه شو او په خپلو اعمالو پسې ورغی. همدارنګه شاه شجاع د شجاع الملک له خوا خمیره کړل شو، خو قوم یې غیور قوم و، هیچا هم د هغه د ښه دفن کولو، مراسمو لمانځلو او … هیله ونه ښوده، ځکه د نوموړي په غلامۍ او ګوډاګیتوب باندې شرمیدل. او د هغه د بیان دفن کولو او د شاهي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارلو غوښتونکي نه شول.
د بچه سقاو د پلویانو په اړه څو خبرو ته اشاره کوو:
۱ ــ بچه سقاو د انګریزانو په ملاتړ واکمن شو، اوسني سقاویان د کمونستانو له پرځېدا وروسته د روسانو او امریکایانو په سلا مشوره د کابل د تخت و تاج وارثان شول.
۲ ــ بچه سقاو د هېواد هر څه لوټ کړل، اوسنیو پلویانو یې هم کابل او ټول هېواد چور کړ.
۳ ــ د بچه سقاو ملګري له قطاع الطریقي نه کرنیلي او جنرالي ته ورسېدل، اوسنيو سقاویانو هم تر مارشالي پورې ارتقاوې وکړې.
۴ ــ د سقاو زوی یې اوس نژدې (۸۷) کاله وروسته دوباره بیا دفن کړ. د اوسنیو سقاویانو پلویانو لپاره یې لوی لوی القاب غوره کړي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغوی د یوه وژل شوي سقاوي د وژلو له امله یوه اونۍ د شهیدانو اونۍ په نوم نومولې. سره له دې چې په ګران هېواد کې ډېرو شهیدانو خپلې ځوانۍ د الله په لاره کې نذرانه کړي.
۵ ــ د بچه سقاو د جنازې ادا کېدنه او بیا تدفین د څو کسانو په مړینه سره ترسره شو، خو په توره شپه کې، چې ډېری افغانان هغه (بدنام) مړي له شرمه په توره شپه کې خښوي. اتل، قهرمان، ملي مبارز باید په رډه رڼا ورځ د خلکو په وړاندې دفن شي. د سقاو زوی که رښتیا اتل وای نو دوستم او د هغه پلویانو به په شهر آراء غونډۍ د هغه د منډلو مخالفت نه کولو، خو دوستم یې هم په کړنو شرمیږي! خو د بچه سقاو وراسته هډوکي اوس هم ګټه کوي.
د بچه سقاو اوسني پلویان د بچه سقاو په کېسه کې نه دي، هغوی د کابل تپې غونډۍ غصبوي او په مړو غلو پسې یې قباله کوي. باید حکومت د داسې کړنو مخه ونیسي هر لنډ غر پرېنږدي چې، د غلو خوسا هډوکي له نامعلومو قبرو راوباسي او د هېواد په تاریخي غونډيو یې خښوي، تاریخي ځایونه د افغانستان د نړونکو په نومونو نوموي!!!
اوسنیو سقاویانو خپله اصلي څيره ښه بربنډه کړه چې د افغانستان د استقلال اخیستونکي امان الله خان د قانوني حکومت رانسکورونکی بچه سقاو یې بیا له خاورو راوویست او دوهم ځلي یې په تاریخي غوډۍ دفن کړ. اوسني سقاویان د افغانستان تاریخي دښمنان دي، هغوی د تاجکستان کبیر او فارس بزرګ غوښتونکي دي.
افغان حکومت او ولس باید په مړیو باندې د سوداګري کولو مخه ونیسي. او پرېنږدي چې: تاریخي ځایونه د غلو قبرونو ته ځانګړي شي.
لېکنه: عبدالکریم «خپلواک»

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates