تازه پرلیکه شوي
Home / د لیکوالانو ورځنی تحلیل / په کابل کې د غازي عمر متين يادګاري څلی !

په کابل کې د غازي عمر متين يادګاري څلی !

د کابل مرنجان غونډۍ د پاسه د غازي نادر خان مقبرې ته نزدې ها دنګ څلی در معلوميږي؟ دا د غازي عمر متين احمدزي په نامه هغه وياړمن څلی دی چې د نوموړي د سرښندنو په وياړ د مېړنيو او با احساسه افغانانو له خوا جوړ شوی . د دې څلي پر ټټر څو کرښو کې داسې ليکل شوي وو : « د اتلولۍ دغه لوړ څلی د هغه يوازني افغان اتل زلمي په نامه درول شوی چې د (۱۳۹۵هـ . ش) کال د جوزا مياشتې په (۲۳) نېټه يې په امريکا کې د خپل سر په ځارولو پنځوس کسه لوطيان ووژل او پنځوس نور ټپيان . دوی هماغه لوطيان وو چې يو وخت يې زموږ پر هېواد د يرغل پر مهال په لس ګونو زره بې وزله افغانان په کورو ، جوماتو ، مدرسو ، بازارونو ، ودونو او جنازو کې وژلي وو .
له بده مرغه دا څلی تر يادې تاريخي پېښې يوه لسيزه وروسته جوړ شو ځکه هغه مهال لا هم زموږ هېواد کې امريکايي ځواکونه دېره وو او له همدې امله د وخت تحت الحماية حکومت د نوموړي غازي دغه مېړانه په سختو ټکو غندلې هم وه ! خو کله چې بيا د لوی خدای په فضل او خاصه مرسته له هېواده د بهرنيانو ټغر ټول او خپلواک افغاني حکومت جوړ شو نو هڅه يې وکړه چې د ياد اتل د جسد پاتې شوني ترلاسه او کابل ته را انتقال کړي خو افسوس چې دا هڅه ناکامه او موږ د هغه له تبرکاتو بې برخې پاتې شولو . اوس د دې لپاره چې لږ تر لږه زموږ راتلونکی پښت د خپلو نيکونو له اتلوليو ناخبره پاتې نه شي په همدې موخه د دې څلي بنسټ کېښودل شو .
د دې تر څنګ هڅه وشوه چې د نوموړي اتل غازي هغه ټوپک چې په ياده حماسه کې يې کارولی ؤ ، هم ترلاسه او د غازي اکبر خان له هغې تمانچې سره چې انګريزي مکناټن يې پرې وژلی ؤ ، يو ځای په افغان موزيم کې نندارې ته کېښودل شي ، خو ارمان چې نوموړی ټوپک هم زموږ تر ګوتو رانغی .غازي عمر متين پر خپل ټوپک ليکلي وو: پر افغانستان بمبارۍ بندې کړئ »
زه اوس د دې عالي شانه څلي خوا ته قدم وهم . خو تر څنګ مې د هغو ځوانانو ګڼه ګوڼه ده چې پر سپين مرمر د يادې ليکنې د لوستو هڅه کوي . البته ډېری هغه کسان چې ياده ليکنه يې لوستلې يا يې د دې غازي په هکله نور تاريخونه لوستلي ، لا هم د خپل هېواد تاريخي لوړو ژورو کې حيران او ګنګس ولاړ دي . دوی د خپل هېواد د تاريخ هغو رنګينو کې سوچونو اخيستي چې څرنګه يو مېړنی غازي د دښمن کور کې دننه د خپلو مظلومو هېوادوالو دغه شان تاريخي کسات اخلي او هغوی ته تاريخي درس ورکوي خو نور بیا دومره بې غيرتۍ په سر اخيستي چې خپل هېواد کې هم د يادې حماسې ننګه خو پرېده چې لا يې غندنه هم کوي !
هغوی ويل: ښايي د خپلواکۍ او غلامۍ تر منځ به همدا توپير موجود وي او کېدای شي د يو خپلواک او غلام شخص يا قوم معيارونه به هم دومره سره لرې او متناقض وي . ځينې وايي دا طبيعي ده چې کله پر يوه ټولنه د غلامۍ فضا حاکمه شي نو د هغوی تر منځ ډېر منل شوي ټولنيز او اخلاقي اصول او معيارونه هم الټه شي . په دې مانا چې ښايي هغه ولس کې تر ټولو ذليلو غلامانو ته اتلان وويل شي خو بل لور ته د خپل سر په بيه خپلواکۍ غوښتونکي ترهګر ، د وطن دښمنان او د برديو نوکران .
په دې وخت کې زما سترګې پر يو داسې کس ولګېدې چې تر نورو يې تاريخي معلومات زيات او حاضرينو ته يې د ګردو هغو واکمنو نومونه يادول چې په وينا يې د غازي عمر متين په شان مېړني به يې غندل ، اعدامول او يا په دښمن ژوندي خرڅول . دا مهال به يو شمېر ځوانان سخت عصباني شول او په لوړ اواز به يې پر يادو واکمنو لعنت وايه او تعجب به يې کاؤ چې زموږ پر باتور او خپلواک مېړني ولس باندې څرنګه دغسې بې غيرتو اشخاصو هم حکومت کړی .
خو د تاريخ نوموړي استاد بيا هم خپلو تشريحاتو ته دوام ورکاؤ او احساساتي ځوانان يې په خپلو معقولو دلايلو ډېر ښه قانع کول . نوموړي وويل : ځوانانو پر يوه ملت باندې د دغه شان بدمرغيو د تپل کېدو اصلي لامل کورنی اخ و ډب او اختلاف دی . او تاسې بايد وپوهېږئ چې دښمن تر هر څه ړومبی زموږ د ملي وحدت د ختمولو او زموږ په ولس کې د اختلاف او تربګنۍ اچولو لپاره هلې ځلې کوي . نو که په دې موخه کې بريالی شو بيا هغوی ته اسانه ده چې څنګه غواړي پر موږ هغه لوبې کولای شي . نوموړي په دې هکله څو تاريخي مثالونه هم وړاندې کړل لکه د احمد شاه بابا د لمسيانو شازمان او شاه شجاع د اختلاف کيسه چې څرنګه يې انګريزي يرغل ته لاره هواره او په نتيجه کې پښتون ولس په څو برخو ووېشل شو .
همدې شېبه کې له يو دروند وېرېدونکي اواز سره راويښ او نا څاپه راکېناستم ګورم چې امريکايي الوتکې مې په سر چورلي او ښايي تر موږ پورته يو کلی يې بمبار کړی وي .
 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates