تازه پرلیکه شوي
Home / د لیکوالانو ورځنی تحلیل / د ثور تاریخي ورځې او څو درسونه

د ثور تاریخي ورځې او څو درسونه

نن د (۱۳۹۵هـ.ش) کال د ثور مياشتې اوومه او سبا يې اتمه ده . دا دواړه ورځې زموږ د نزدې تاريخ ډېرې مهمې ورځې ګڼل کيږي . موږ دلته د يادو ورځو پر هغو پېښو نه غږېږو چې له امله يې نزدې څلور لسيزې ټول افغان ولس له ناپايه بدمرغيو او ناخوالو سره لا هم مخ دی او ورځ تر بلې يې په ستونزو کې زياتوالی او ژور والی راځي .
راځئ دلته يې يوازې پر هغو نکتو راتم شو چې په ملي کچه زموږ د ځورېدلي ملت لپاره دتجربې ، درس او عبرت کار ورکوي . څو هر با احساسه او فکر من افغان وکولای شي د پرونيو درسونو په رڼا کې د نن لپاره چمتووالی ونيسي او يا لږ تر لږه يو ځل بيا پر هغه لار ولاړ نه شي چې له خطرناکو دښمنانو ، کندو کپرو او ګړنګونو ډکه وه .
تر څو په دې توګه له تکراري اشتباهاتو ځان وژغورلای شي . البته د ثور اوومې او اتمې اړوند پېښې يقيناً دومره ډېرې دي چې هيڅوک يې نه څېړنو ته رسيږي او نه يې د پايلو په شننه او درسونو- عبرتونو . دا ځکه چې بهير يې دومره اوږد دی چې د يوه نسل د کار عمر ټول پکې راځي يعنې څه کم څلور لسيزې چې لا يې هم د پای څه درک نه ليدل کيږي . ځکه خو موږ هم غواړو چې د دې جريان پر ځينو ټکو يو ځغلنده نظر واچوو او بيا هر يو له خپلې پوهې سره سم غور پرې وکړو .
په دې ډول چې :
لومړی درس زموږ په هېواد کې له ثوره پيل شوي اخ و ډپ نه ټوله ګټه د امريکايانو کور ته لاړه . هغه که د خلقيانو کودتا او بيا يې څوارلس کلن تصفيوي عمليات وو ، که د مجاهدينو څلور نيم کلنه ګډوډي ،د طالبانو پنځه کلنه واکمني او که پنځلس کلنه يرغليزه ديموکراسي . دا ګرد سره جريانات د لويديځوالو خصوصاً امريکايانو په ګټه تمام شول . خومرګ ژوبله ، هېواد او کلي کور ورانېدل ، هر اړخيز مادي او معنوي زيانونه او له امله يې کونډې ، يتيمان او معيوبين موږ ته را پاتې شول . ځکه خلقيانو يو منظم او په خپلو پښو ولاړ نظام د دې لپاره ونړاوو چې په هېواد کې هر سړي ته کار پيدا کړ او د يو ملي اقتصاد بنسټ کيږدي خو ويې نه شو کړای .
د سړې جګړې په هغه پېر کې دا ناکامي هم د امريکې او ټول غرب لپاره لويه بريا وه . بيا مجاهدينو واک ترلاسه کړ څو د اسلام د عادلانه نظام يوه عملي بېلګه نړۍ ته وښيي . دوی څلور نيم کاله پر واک پاتې شول خونه يوازې خپل هېوادوال يې سخت وځپل بلکې په ټوله نړۍ کې يې د اسلام شهرت ته سخت زيان ورساوو . دغه مهال چې لويديځ نوی نوی د شوروي اتحاد له شره خلاص شوی ، له اسلامي نړۍ سره يې پخوانۍ انډيوالي په غوڅېدو او د مسلمانانو له سياسي ډلو سره يې دښمني پيلېدونکې وه ، بيا يې هم د سياسي اسلام د بدنامۍ لپاره زموږ د جهادي ډلو له ګډوډيو او شرو فساد نه په خپل تبليغاتي کمپاين کې زښته ډېره ګټه واخسته .
له بلې خوا افغانان که څه هم هغه مهال په دې نه پوهېدل چې امريکايان زموږ پر هېواد د يرغل تابيا نيسي او دادی ورو ورو ځان ته لارې جوړوي ، خو په هر صورت د خپلو پښو پر وهلو بوخت وو ، خپل هېواد او ملت يې کمزوری کاوو او په دې ډول يې امريکايي يرغل ته لار هواروله .
بيا کله چې په دوی پسې طالبان راغلل او هڅه يې وکړه چې په هېواد کې امنيت او نظم راولي نو سره له دې چې مقدماتي چارې يې په ښه ډول ترسره کړې . تنظيمي انډوخر يې کنټرول کړ ، غله ، شوکماران او نور مجرمين يې د سوټي په زور سمې لارې ته راواړول . خو په دې کې پاتې راغلل چې يو پراخ او ملي بنسټ لرونکی نظام را منځته او له طالبي حلقې پرته څه نور صالح او مخور شخصيتونه هم ځان سره مله کړي .
پايله دا شوه چې يوازې د ملا او طالب واکمني منځ ته راغله چې هم په کور دننه له خپل ولسه ګوښه شو او هم له نړيوالو . په دې ډول د طالبانو د دغه شان حکومت غځېدل د دې لامل شو چې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ او عام ولس د پولۍ ټک ته کېني .
په داسې حالاتو کې نو طبيعي وه چې عام خلک يا له طالبانو پرته نورې پرګنې په حکومت کې خپل ځان ونه ويني ،حکومتي امتيازات يوازې په ملا پورې محدود وګڼي او په دې توګه بشپړ قومونه د خواشينۍ او کمزورۍ احساس وکړي . دغه حالت يوځل بيا د امريکايانو په ګټه تمام شو . بالآخره څو چې د طالب واکمني پنځه کلنۍ ته رسېدله ، هلته لويديځ ملتونه هم له روسانو بې غمه شوي او ذهنونه يې پر مسلمانانو نظامي بريد کولوته چمتو شوي وو .
تر دې چې په نړيواله کچه حالات ورته مناسب او د يو لوی صليبي حشر په نتيجه کې افغان هېواد په بشپړه توګه د امريکايانو لاس ته ورغی .
دويم درس داؤ چې افغان ولس په عمومي توګه ، په خپلو سترګو او په عملي بڼه د پاکستان درغلي او دوه مخي وليدله . ځکه دا هېواد ايله يو دېرش کلن ؤ چې د روسانو له لاسه د افغانانو کور وران او د پنجاب واکمنو سره يې اړيکو او معاملې کولو ته اړتيا ومونده . په دې مانا چې تر هغه وخته لا افغان ولس په دې نه پوهېدو چې پاکستان به تر دې کچې له حسد او شرارته ډک وي . خو اوس ښايي هر افغان وګړی په دې پوهېدلی وي چې زموږ دا ګاونډی تر کومه بريده زموږ د هلاکت او تبايي ارمانجن دی .
همدارنګه دريم درس دا شو چې افغانانو لويديځوال هم وپېژندل . په دې مانا چې د روسانو د يرغل او ترې مخکې زمانه کې ان زموږ سياستوال او د نړۍ له حالاتو با خبره عصري طبقه هم په دې نه پوهېده چې غربيان به تر دې اندازې فساديان وي . لا زياتی دا چې زموږ ديني علماؤ او ديندارو شخصيتونو هم فکر کاوو چې لويديځوال د ښو اخلاقو او بشري خواخوږۍ څښتان دي . خو تر يرغله وروسته او بيا د تېرو پنځلسو کلو پېښو ډېره ښه څرګنده کړه چې هر څوک يوزاې د خپل ځان دی او هر ملت ته په کار ده چې خپل غم په خپله وخوري .
په دې توګه اوس ټول افغانان باوري شول چې موږ ته ټولې ستونزې همدغې امريکا او مسلمان ګاونډي هېواد په ګډه را جوړې کړې . چې دادی اوس يې زموږ د خاورې لاندې کولو او ډيورنډ کرښې رسمي کولو ته عمملاً ملا تړلې او زموږ همدغه لويديځ دوستان يې په کلکه ملګرتيا کوي . لکه همدا تېره ورځ چې له يوې خوا پاکستاني چارواکو پر افغانانو د ويزې او پاسپورټ شرط ولګاؤ او له بلې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې پخواني استازي جيمز ډابنز ښکاره وويل چې افغانستان بايد ډيورنډ کرښه د يو نړيوال سرحد په توګه ومني !
په دې توګه دا ټولې پېښې د افغانانو لپاره له سل ګونو درسونو او عبرتو ډکې دي چې بايد ښه په غور يې وڅېړي او تر دې وروسته د هيچا په شيطاني دسيسو ونه غوليږي . موږ د ثور کودتاګانې هيڅلکه نه شو هېرولای ،ځکه لا هم په خپل چاپېريال کې د يادو ورځو د ناورين زښته ډېرې نښې وينو . د هېواد ورانی او تبايي ، کونډې ، بورې او يتيمان او د وروستۍ پايلې په توګه يې زموږ همدا اوسنۍ بدمرغۍ ، قومي نفرتونه ، د مافيايي ډلو موجوديت ، دوه سري حکومت ، د ديموکراسۍ تر نامه او چتر لاندې د ديموکراتيکو ارزښتونو په عنوانولو د اخلاقي او ټولنيز فساد لپاره لار هوارول ، د ښځو دحقوقو په نامه د کورنۍ پاخه چوکاټونه ورانول ، هېواد په نشيي توکو لړل ، دوه ميليونه وګړي رږدي کول او داسې په لس ګونو بلا نورې بدمرغۍ چې دادی هره ورځ يې د سر په سترګو وينو خو ايا څوک شته چې يوه شېبه فکر وکړي ؟
ليکنه : استاد عبدالرحیم محمود

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates