تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / دسعودي او ایران اقتصادي سیالیو دتیلوبیه نوره هم راټېټه کړي

دسعودي او ایران اقتصادي سیالیو دتیلوبیه نوره هم راټېټه کړي

دتیلو نړیوالو شرکتونو په ګډه غوښتي چي باید دتیلو تولیدات محدود شي ، ترڅو په  نړیوال بازار کې مناسب قیمت پیدا کړي ،خو سعودي اوایران دمسابقي په حال کي لیدل کیږي  .

د تېلو بيې له هغه وروسته يو ځل بيا رالوېدلې دي کله چې سعودي وويل، په هغه صورت کې به د تيلو توليد دروي کله چې د تېلو ټول توليدوونکي هېوادونه دغه ګام واخلي چي اصلی موخه یې ایران وو.

په نړۍ کې دتیلو ډیر تولیدونکي هیوادونه  چي اسیا پرې غني شوي دهغوی له جملي څخه  سعودي او ایران هم  ګڼل کیږي  .
دایران  دتیلوبازار هله  قیمت پیداکړ چي په ایران باندې اقتصادي بندیز له محدودیت څخه  واوښټ او ورته ازادي ورکړل شوه  .
خو سعودي دایران سره  دخپل ښکیل رقابت له امله  نور هم دتیلو تولیداتوته دزور   ورکولو خبر ورکړ ،ترڅو دایراني تولیداتو کچه بیا هم راټېټ کړي د سعودي دويم وليعهد محمد بن سلمان دغه خبرې له يوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې کړې دي چې د ايران پر وړاندې يوه ننګونه ګڼل کېږي.

له سره هم د ۲۰۱۴  له نېمايې چي دیوه بیلر قیمت له  ۱۱۶ څخه د قیمت په لوېدلوسره  تر ۴۰ ډالرو ورسید،خو دم کړی دیوه بېلر خامو تېلو بېه ۴ سلنه يعنې ۳۸،۷۰ ډالرو ته رالوېدلې ده، د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د تېلو بيې ۶ سلنه پورته شوې .

سعودي شهزاده  وایې: دتیلو لاس ته  راوړې ګټه  د اتکا کمولو لپاره دوه ټريليونه ډالر ترهمدې مهاله ځانګړي شوي.

دتلوپه صادرولو کې بهرنیان خپلي پېچلي اقتصادي ګټې لټوي چي ایران اوعربې مسابقه ورته یوښه چانس ګرزیدلی دي ، خوایران نه غواړي چي  د تيلو د بيو مناسب قېمت  ساتلو په تړاو د اپرېل پر ۱۷ نېټه د دوحې په غونډه  کې برخه وا خلي ،بلکې خپلې موخي لټوي.

دتېلو راټېټدل په تولېدونکو هیوادونو باندې ناوړه اغیزکړي چي ټېټدلو راتلونکي حدیې نورهم ناڅرګند برېښي .

One comment

  1. محمود وطنجار

    خه ده چي ارزانه شى دشىا نوله راکړى ورکړى سره لاس او ګرىوان ىو

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates