تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / د طالبانو د يوې ډلې مشر ملامنصور له پاکستانه ایران ته تللی .

د طالبانو د يوې ډلې مشر ملامنصور له پاکستانه ایران ته تللی .

د طالبانو د يوې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور د هغو فشارونو له امله چې په دې وروستیو کې پرې راوړل شوي وو اړ شوی ووچې له پاکستان څخه نامعلوم طرف ته لاړ شي خو په دې وروستیو کې معلومه شوه چې دری ورځې مخکې ایران ته تللی دی.

ځيني خبري سرچینو پرون خبر ورکړ چې ملا منصور د بلوچستان ایالت د تفتان له لارې ایران ته تللی او پلان لري له هغه ځایه افغانستان ته ولاړشي.

سرچینه زیاتوي چې څه  موده وړاندې د ملامنصور لخوا د ایران په غوښتنه په زابل کې جګړې د منصور او ایران اړیکې کلکې کړې او ایران هڅه کوي چې منصور نورهم ځان ته نږدې او په خپله ګټه یې په افغانستان کې وجنګوي.

څو میاشتې وړاندې په زابل او هرات کې د ملامنصور ډلې د طالبانو د ملارسول ډلې د پلویانو پرضد سختې جګړې وکړې چې له امله یې سلګونه کسان ووژل شول.
د ملارسول ډلې پر اخترمنصور تور ولګاوه چې یادې جګړې یې د ایران په غوښتنه کړې او په مقابل کې ایران په زیاته پیمانه نغدې پیسې د منصور ډلې ته ورکړي دي.

تر یادو جګړو مخکې د ملامنصور ډلې یو پلاوی هم د ایراني استخباراتو په غوښتنه تهران ته تللی وو چې پر ځينو پټو موافقو یې هم لاسلیکونه کړي وو.

کارپوهان وایي ایران هڅه کوي د طالبانو په مټ په افغانستان کې خپلې اوږد مهاله ستراتیجکې ګټې خوندي کړي .

One comment

  1. راهیله بشردوست

    بلکل موسره لګولی ده ځکه چي دمیرویس دکهول دختمیدو تیر بیا تکرارشو ،نوویلای شو چي تاریخ بیا تکرارشو

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates