تازه پرلیکه شوي
Home / د لیکوالانو ورځنی تحلیل / سوله – د چارواکو له درغليو ډکه يوه بله پروژه

سوله – د چارواکو له درغليو ډکه يوه بله پروژه

سره له دې چې افغان ولس دا وخت سولې ته په خورا بې صبرۍ سره شپې ورځې شماري خو په دې هم ډېر ښه پوهيږي چې په موجوده بڼه د چارواکو له خوا د سولې پيل شوې پروسه يقيناً له درغليو ډکه يوه پروژه ده . په دې کې هم هماغسې خيانتونه او درغلۍ روانې دي لکه د کابل بانک په قضيه ، د وزارت دفاع په قراردادونو او داسې نورو پروژو کې . د سولې په لړ کې د سولې عالي شورا په نامه هغه پروژه چې تقريباً له تېرو پنځو کلو راهيسې پيل شوې او لا روانه ده ، هم د چارواکو له لوري خپل پاک زړي ولس سره د ټګۍ برګۍ يوه ښکاره بېلګه او د موجوده حکومت دا اوسنۍ څلور اړخيزه پروژه يې يوه بله جفا ده .

 دا په داسې حال کې چې حکومت هم د سولې لپاره د افغانانو بې شانه تلوسې ته ښه په نندارو دي خو بيا هم له ناړامۍ او ناغېړۍ کار اخلي ، د خپل مظلوم ملت سترګو ته خاورې ور پاشي او په دې توګه ډېره لويه جفا ورسره کوي . د چارواکو له خوا د سولې دغه نارې سورې ، اسلام اباد او کابل کې بنډارونه او نورې منډې ترړې ځکه ان زموږ عام ولس ته هم د قناعت وړ نه ښکاري چې په څرګنده بې منطقه او غير اصولي دي .

خلک ډېر ښه پوهيږي چې که پاکستان په زور او جبر هلته له دېره مهاجرو نه څو کسه ديني علماء په اسلام آباد کې له افغان چارواکو سره مخامخ کېنوي او په دې توګه خپل قسم پر ځای کړي ، نو ښايي دا چاره زموږ د هېواد لپاره د ګټې پر ځای خورا ډېره تاواني ثابته شي .

امکان لري په دې ډول زموږ هېواد کې د داعش په څېر نورې په لس ګونو جنګيالۍ ډلې را وپنځېږي او بالآخره حالاتو کې دومره ګډوډي منځ ته راشي چې قابو کول يې بيا د هيچا د وس خبره نه وي . کوم حالت چې زموږ کينه کښ دښمنان يې په ډېرو هڅو پر موږ راوستل غواړي . د سولې په چاره کې د چارواکو له لوري له دغو ناړاميو ښکاري چې اصلاً دوی هيڅکله د سولې کوم واک و اختيار نه لري بلکې يوازې د دې لپاره له بن څخه راوستل شوي چې د ابد لپاره د جنګ او جګړو سنګرونه تاوده وساتي . او دا ځکه چې که دوی په دې هکله رښتيني وای نو بيا خو د سولې خبره دومره سخته نه وه چې کله اسلام آباد ته منډې وهي او کله خپل ياران کابل ته را غواړی .

بلکې اوس خو طالبانو هم د پګواش په غونده کې د سولې په اړه خپل دريځ روښانه کړ چې له دوی سره دې مخامخ خبرې وشي .

په دې وجه په کار ؤ چې د مخورو او بې پرې افغانانو يوه ډله په دې ګمارل شوې وای چې طالبانو سره نېغ په نېغه اړيکې ونيسي او په دې ډول دغه خبرې اترې ورو ورو په مخامخ مجلس بدلې شي . يعنې په دې طريقه به ښايي د ښکېلو خواؤ ټولې بې باورۍ په تدريجي ډول له منځه تللې او بالآخره به کاملې سولې ته لاره هواره شوې وای . خو له بده مرغه له تېرو څوارلسو کلو راهيسې افغان حکومت هيڅکله دا ډول هڅه نه ده کړې .

البته دومره به يې کړي وي چې کله کله د طالبانو يوه فرد سره د خپلو استازو په خوله څه رابطه جوړه او هغه يې په غير مشروط ډول تسليمېدو ته تشويق کړی وي .

خو ښکاره ده چې په دې ډول نه د وسلوالو طالبانو جنګي افرادو کې څه کمی راځي او نه هېواد ته سوله راوستل کيږي . بلکې د سولې لپاره ضروري ده چې د ښکېلو خواؤ د مشرانو په سلا مشوره د هېواد د نظام په هکله اساسي خبرې وشي او دا خبرې بيا د يو کلي توافق پر بنسټ پر سولې او استقرار منتج شي .

لنډه دا چې د افغان چارواکو له خوا په روانو څلور اړخيزو ناستو کې نه د سولې لپاره کوم معقول او عملي پروګرام شته او نه کومه رښتينې اراده . بلکې يقيناً دوی يوازې په دې ارمان دي چې که په دې توګه مقاومت ګډوډ ، بې لارې او په څو ډلو ووېشل شي . څو په نتيجه کې دوی له خپلې خوښې سره سم او په خلاص مټ د غرب ټولې اجنډاوې تطبيق کړی شي .

خو د حکومت دا ډول چلند نه يوازې دا چې له خپل مظلوم ولس سره لوی خيانت او ستره جفا ده ، په باوري ډول د هېواد لپاره خورا ناوړه نتايج هم درلودای شي . خدای دې وکړي چې زموږ چارواکي له دې ټګۍ برګۍ لاس واخلي ، د خپل مظلوم ملت او بې وزله هېواد پر حال زړه وسوځوي او د سولې په هکله د روانې جعلي پروسې پر ځای رښتينې او صادقانه هلې ځلې پيل کړي  .

ليکنه : استاد عبدالرحیم محمود

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates