تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / دیني عالمانو د ګوزڼ له واکسین څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ

دیني عالمانو د ګوزڼ له واکسین څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د اسلامي همکاریو سازمان؛د اسلامي هېوادونو عالمانو او د افغانستان د علماو شورا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
له څو هېوادونو او اسلامي سازمانونو نن په کابل کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې؛له دغې ناروغۍ سره یې د جدي مبارزې لپاره ټينګار وکړ او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل ترڅو په افغانستان کې د فتوا یو مرکز جوړ کړي.
د اسلامي هېوادونو د کنفرانس، د اسلامي پراختيایي بانک، د اسلامي فقې د مرکز، د ملګروملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق استازو او د افغانستان یو شمېر علماوو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسین د پروګرام د پلي کېدو او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو څخه ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د علماو شورا غړي سمیع الله ریحان په دې څرګنده کړه: "موږ دې پرېکړې ته ورسېدو چې د ګوزڼ د واکسین پلي کېدل د اسلام په خلاف نه دي،دویم دا چې له دغه بهیر څخه باید په بشپړه توګه ملاتړ وشي او درېیم دا چې کورنۍ هم په پراخه توګه د دغې پروګرام په لاره اچونه کې هڅه وکړي او همدارنګه نړیوال سازمانونه هم باید له افغان حکومت سره په دې لړ کې همکاري وکړي".

د عامې روغتیا وزارت فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل: "ستاسو دغه ملاتړ په افغانستان کې د روغیتايي پروګرامونو دعملي کولو لپاره یو ښه ګام دی،په ځانګړې توګه روغتیايي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسۍ د ښه‎والي لپاره او همدارنګه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د له‎منځه وړلو لپاره".

د حکومت اجرایي رئیس د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې له دیني عالمانو غواړي د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په کار کې د هېواد په کلیو کې تبلیغ وکړي.

عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه: "په دغې ناسته کې ستاسو د دوه ورځو له کار څخه ستاینه کوم،اوس چې تاسو بېرته خپلو کلیو ته ستنېږئ،دا ستاسو دنده ده چې له حکومت سره د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین په عملي کولو کې مرسته وکړئ او په دې اړه خلک ډېر وهڅوئ".

په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي تراوسه هم د نړیوالې ټولنې یوه اندېښنه ده، د هېواد د عامې روغتیا وزارت د روغتیا له نړیوال سازمان سره ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ زیږدیزکال ترنیمايي پورې په هېواد کې دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي

2 comments

  1. که يي څوک غواړي زه هغه ثبوتونه وړاندې کولای شم چي: امریکایانو دغه واکسین داسلامي امت دنفوسو دله مینځه وړلو، او د ناوړه ناروغیو دخپرولو لپاره جوړ کړی دی، دغه ملایان چی دجواز فتواګانې ورکوي هیڅ خبر نه دی او نه هم دکفارو له مکر سره بلد دی. 

  2. یادونه کوم پر دغه زما دایمیل پر آدرس دي دافغان ږغ محترم مسؤلین رابطه وکړي ،زه ټول اسناد په پښتو ژبه پسوللي ورته استوم، البته که يي نشر کولای نه شي بیا دي نو هسي اسنادنه راڅخه له لاسه باسي. 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates