تازه پرلیکه شوي
Home / تازه خبر / ملا راکټي: ملا اختر منصور هر کار د پاکستان په خوښه کوي

ملا راکټي: ملا اختر منصور هر کار د پاکستان په خوښه کوي

د طالبانو ترمنځ لا تر اوسه هم لانجې روانې دي او له ملا هنر وروسته یو بل طالب قوماندان ملا عبدالسلام راکټي له طالبانو جلا شو؛ هغه تور پورې کوي چې ملا منصور دپاکستان تابیعت لري او هر کار د پاکستان په اشاره ترسره کوي او د افغانانو امیرتوب نه بلکې خپلې ګټې لټوي.

دی زیاتوی که دوی ته د سولې په خبرو کې برخه ورکړل شي نو برخه به پکې واخلي.

شنونکي وایي د طالبانو تر منځه شخړې د دې لامل کیدی شي چې د سولې خبرې ټکنۍ کړي او ستونزې رامنځ ته کړي. شنونکی انتظار خادم وايي: د دې کړنو تر شا د سیمې او نورو هېوادونو لاس دی او هغوی خپلې ګټې پکې لټوي خادم زیاتوي د ډلو او ټپلو جوړول اسانه شوي دي هر ملک د ملیشې، طالب، مجاهدینو او داعش په نوم ډلې جوړوي او خپلې ګټې په لاس ترې راوړي.

هیره دې نه وي چې دا هغه ملا عبدالسلام راکټي نه دی چې د مجاهدینو د خپل منځي جګړو نه پس کیناست او بیا د ولسي جرګې غړی شو.

One comment

  1. تریالی قندهار

    نو دی دا نوم له ځانه  لیری کړي 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates