تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر /   دخپلو ملګرو وژل به څه ډول پایله ولري؟

  دخپلو ملګرو وژل به څه ډول پایله ولري؟


akhtar-muhammad-mansor

د مرحوم ملا صاحب د وفات له تائیدولو وروسته د طالبانو د ملااخترمحمد منصور صاب ډلې عملا دخپلو مخالفینودوژلو کارته ملاوتړله، اوهمداچاره په رښتیا سره  د طالبانو د ټوټه کيدو پيلامه ګڼل کیدای شي، اوس نو که څوک ووایي چی طالبان په څو ډلو ويشل شوي دي هم سم وايي او کیدای شي طالبان به يي دچور لټ ردولو لپاره منطق ونه لري که څه هم دوی دخپل عادت له مخې نه خپل تلفات اونه خپل اختلافات مني، نن مي یوهېښوونکی خبر واورید چی دملا اخترمحمد آخوند د ډ لې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د ملامحمد رسول د ډلې یو لوړپوړی قوماندان مولوي عبیدالله هنر یې له لسګونو ملګرو سره یوځای په پکتیکا کې وژلی دي.

 ذبیح الله مجاهد له شمشاد تلویزون سره په غږیزه مرکه کې ویلي دي چې مولوي عبیدالله هنر د ملااخترمحمد منصور پر ډله تور لګولی وو چې ګنې د پاکستان د استخباراتو لپاره کار کوي.
ده ویلي دي  چې دا رنګه خبرې اصلا د افغانستان د ملي امنیت ادارې او امریکایانو خبرې دي چې اوس یې د ملامحمدرسول د ډلې یو شمېر قومندانان هم ورسره بدرګه کوي.

دادوې خو بارزې اومبارزې ډلې شوې، له دي پرته فدایي محاذ، داعش، دحکمتیار صاحب اسلامی حزب او نورې هم ګڼ شمیر وړې وړې اوغټې وسله والې ډلې شته نو که د دوی ټولو هم دایوه خبره وي چی : یا خو به دوی منل کیږي او بیعت به ورسره کیږي یابه ختمیږي نو دافغانستان خورا زیات نفوس دی فکر نه کوم چی ټول دي یا پر یوه سره راټول اویادي ووژل شي، او داناکامه ایدیالوژي دچنګیز له وخته لاهم ناکامه وه هغه هم یاوژل یا به يي پر ده ایمان راووړ، خو افغانانو هغه منلی نه دی اوده هم ټول افغانان ونه وژلای شوو، ښه به داوي چی لږ هر یوپه خپل ګریوان کي وګوري او له خلګو څخه دآزادۍ حق تلف نه کړي. او بل اړخ ته پخواني خپل جهادي او دصف ملګري وژل او پړه يي هم منل له اسلامي پالیسۍ سره هم هیڅ سمون نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول چی منافقین خو تاسوته ټول معلوم دي نو ولي يي نه وژنئ؟ ده وفرمایل : خلګ به وايي: محمد (صلی الله علیه وسلم) خپل ملګري وژني. نو که د دوي په اصطلاح داخلګ ډیر بد خلګ هم وي هم وژنه یي دکفارو په ګټه ده، او دملااخترمحمد اخوند پر شخصیت چی تورونه لګول کیږي په وژنو نور هم زیاتیږي، دوی یوه بله هم ډیره ناکامه جګړه د ځینو رسنیو خلاف اعلان کړه چی دطلوع دیوڅو خوارکیانو په وژلو پیل شوه دطلوع او ورسره دنورو مخالفو رسنیو کولنګ ته یي هم لاستی ورواچاوه، خدای خبر ملااخترمحمد آخوند ته داډول مشورې څوک ورکوي.  

دسالم عقل په هیله.

لیکنه: زهیر.

One comment

  1. احسان الله

    ډیر مننه

    زه هم د وعامو منافقینو د وژلو قایل نه یم

    او په حدیث کی هم هغو عامو منافقینو ته اشاره ده

    خو که مسلح منافقین وی نو یی جواب هم د عمل له جنسه بولم

    د تیرو منافقینو له امله خو لا اوس هم افغانان په اور کي سوزل کیږی

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates